پاکستان: د بې پیلوټه الوتکې برید ۶ تنه وژلي دي
۱۳۹۱ تیر ۱۱, یکشنبهاعلان
د پاکستان امنیتي چارواکو خبر ورکړی دئ چې نن د پاکستان په شمال ختیځه قبایلي سیمه کې د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې شپږ تنه شکمن ترهگر وژل شوي دي. دغه پیښه د میران شان څخه ۵۰ کیلومتره وړاندې د شمالي وزیرستان د شوال په ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
په دغه برید کې د شکمنو ترهگرو یو کور په نښه کړای شوی دئ. د پاکستان یوه امنیتي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې بې پیلوټه الوتکو په یوه کور باندې دوه توغندي توغولي دي چې په ترڅ کې ئې ۶ تنه ووژل شوي دي. د هغه په وینا په دغه برید کې کور بیخې له منځه تللی دئ. هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې په عاجله توگه دا نا ممکنه ده چې د مړو هویت معلوم کړای شي.