پاکستان: د بې پیلوټه الوتکې برید ۱۵ تنه وژلي دي
۱۳۹۱ شهریور ۳, جمعهاعلان
د پاکستان امنیتي چارواکو خبر ورکړی دئ چې د امریکایي بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې لږ تر لږ ۱۵ تنه وژل شوي دي. زیاته شوې ده چې دغه بریدونه د افغانستان پولې ته څیرمه د پاکستان په قبایلي سیمه کې رامنځ ته شوي دي چیرې د یاغیانو درې کورونه په نښه کړای شوي دي. دغه بریدونه یوه ورځ وروسته تر هغې تر سره کیږي چې پاکستان په اسلام آباد کې د متحده ایالاتو دیپلومات ته د دغه بریدونو پر وړاندې خپل احتجاج کړی او ویلي ئي وو چې نوموړي بریدونه خلاف د قانون دي.