1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د بې پیلوټه الوتکې برید پنځه تنه یاغیان وژلي دي

۱۳۹۱ مهر ۱۹, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/16NBZ

د افغانستان پولې ته څیرمه د پاکستان په قبایلي سیمه کې د یوې امریکایي بې پیلوټه الوتکې په برید کې پنځه تنه شکمن یاغیان وژل شوي دي. دغه خبر د پاکستان امنیتي چارواکو ورکړی دئ. زیاته شوې ده چې د شمالي وزیرستان د میران شاه سیمې ته څیرمه یوې بې پیلوټه الوتکې پر یوه کور باندې نن سهار وختي څو توغندي توغولي دي.

د چارواکو په وینا په برید کې د وژل شوو کسانو هویت په عاجله توگه نه دئ معلوم شوی. د تیرې اونۍ په پای کې د بې پیلوټه الوتکو پر ضد د د تحریک انصاف د گوند مشر عمران خان له لوري د لاریون د تر سره کیدو وروسته دا لومړی برید دئ.

که څه هم پاکستان د بې پیلوټه الوتکو بریدونه د خپلې ځمکنې بشپړتیا څخه سرغړونه بولي، خو متحده ایالات دغه بریدونه د پاکستان په قبایلي سیمه کې د طالبانو او القاعدې د پټ شوو یاغیانو د له منځه وړلو له پاره مهم او گټور بولي.