1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د بې پیلوټه الوتکې برید لس تنه وژلي دي

۱۳۹۱ مرداد ۳, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/15dr7

د پاکستان د امنیتي چارواکو په وینا تیره ورځ ناوخته د پاکستان په قبایلي سیمه کې د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې لس تنه وژل شوي دي. دغه پیښه د افغانستان پولې ته څیرمه د شمالي وزیرستان په شوال سمیه کې رامنځ ته شوې ده. په برید کې د وسله والو یاغیانو یو کور په نښه کړای شوی دئ.

یوه امنیتي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې بې پیلوټه الوتکې د وسله واله یاغیانو پر یوه کور شپږ راکټونه توغولي دي چې په کې ۱۰ تنه وژل شوي او نور دوه تنه ټپیان دي. هغه زیاته کړې ده چې وژل شوي کسان په بشپړه توگه سوځیدلي دي. یوه بل امنیتي چارواکي هم پیښه تائید کړې ده او ویلي ئې دي چې دا لا تر اوسه معلومه نه ده چې آيا په دغه برید کې کوم مهم وسله وال وژل شوی دی او که نه.