1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ادامه لري

۱۳۹۱ خرداد ۱۴, یکشنبه

د پاکستان د امنیتي چارواکو په وینا د یکشنبې په ورځ، په قبایلي سیمه وزیرستان کې د بې پیلوټه الوتکو په دویم برید کې پنځه کسان وژل شوي دي. دا په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۳ برید دئ چې تر سره کیږي.

https://p.dw.com/p/1577r
انځور: dapd


د امنیتي چارواکو په وینا د یکشنبې د ورځې « د ۲۰۱۲م کال د جون د میاشتې دریمه» برید د جنوبي وزیرستان د برمل په سیمه کې د یوه شکمن ترهگر په کور تر سره شوی دئ. د نوموړي چارواکي په وینا د بې پیلوټه الوتکو له خوا په نوموړي کور باندې ۴ توغندي توغول شوي دي.

دا په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د امریکایي بې پیلوټه الوتکو دریم برید او په تیرو ۱۱ ورځو کې ورته اتم برید دئ چې تر سره کیږي. په دریو واړه بریدونو کې ۱۳ تنه شکمن وسله وال وژل شوي دي.

د پاکستاني چارواکو په وینا د یکشنبې په ورځ تر سره شوی لومړنی برید د جنوبي وزیرستان د وانا څخه لس کیلومتره وړاندې د «وچې دانې» په سیمه کې د شکمنو ترهگرو په یوه کور تر سره شوی دئ. دغه سیمه له افغانستان سره گډه پوله لري.

د پاکستان یوه امنیتي چارواکي چې هویت ئې نه دئ بربنډ شوی د فرانسې خبري آژانس ته د شنبې د ورځې د برید په اړه ویلي دي. « لږ تر لږه ۵ تنه وسله وال وژل شوي او نوموړې ودانۍ په بشپړه توگه له منځه تللې ده.»

دوه نورو امنیتي چارواکو هم د برید پخلی کړی دئ. خو له هغوی څخه یو تن د وژل شوو کسانو شمیر ۶ تنه ښوولی دئ. د امریکا متحده ایالات د پاکستان قبایلي سیمې د اورپکو د پخو سنگرونو په توگه یادوي او وایي چې له دغو سیمو څخه اورپکي په افغانستان کې د ایتلافي او افغان ځواکونو پر وړاندې بریدونه تر سره کوي.

په پاکستان کې د اسامه بن لادن تر وژل کیدو وروسته د اسلام آباد او واشنگټن اړیکې خړې پړې شوي وې، خو د تیر کال د نومبر د میاشتې پر ۲۶مه نیټه د ناټو په یوه هوایي برید کې د ۲۴ پاکستاني سرتیرو تر وژل کیدو وروسته دا اړیکي تر خپل وروستي حده ترینگلې شوي دي. پاکستان له دغه پیښې وروسته د ناټو د اکمالاتي کتارونو پر وړاندې خپله پوله وتړله.

د مارچ په میاشت کې د پاکستان پارلمان له متحده ایالاتو سره په دې شرط د اړیکو بیرته رغولو ته راضي شو، چې متحده ایالات به د پاکستاني سرتیرو د وژلو له امله بخښنه غواړي او د بې پیلوټه الوتکو بریدونو ته به د پای ټکی ږدي.

خو متحده ایالاتو نه یوازې دا چې د بخښنې د غوښتلو څخه ئې انکار وکړ بلکې دا وړاندیز ئې هم و نه مانه چې له پاکستان څخه افغانستان ته د ناټو د ځواکونو له پاره د هرې اکمالاتي لارې پر سر زرونه ډالره مالیه ورکړي. د پاکستان د پارلمان د غوښتنې سربیره متحده ایالاتو د بې پیلوټه الوتکو بریدونو ته دوام ورکړی دئ او وایي چې دا د ترهگرو ډلو د ځپلو له پاره مهم تکتیک دئ.

د فرانسې د خبري آژانس د رپوټ په حواله په ۲۰۰۹م کال کې د پاکستان په قبایلي سیمو کې د بې پیلوټه الوتکو ۴۵ بریدونه، په ۲۰۱۰م کال ۱۰۱ او په ۲۰۱۱م کال ۶۴ بریدونه تر سره شوي دي.

په واشنگټن کې د یوې تحقیقاتي بنسټ په وینا د پاکستان په قبایلي سیمو کې په تیرو څو کلونو کې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د ۱۷۱۵ او ۲۶۸۰ تر منځ انسانان وژل شوي دي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: عبدالباري حکیم