1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان، د بېنظير بوتو د مړیني تر اغېز لاندي

الطاف خان / صفي الله ابراهيم خيل/ مېرمن حرکت۱۳۹۱ دی ۷, پنجشنبه

پنځه کاله دمخه بېنظير بوتو ووژل شوه. پاکستان د دی سياستوالي مړيني ولړزاوه او يو سياسي بحران یې را منځته کړ. تر دې پيښي وروسته د بوتو ګوند تر نن ورځي پوري له دې بحران څخه نه دی وتلی.

https://p.dw.com/p/179Kv
FILE - In this Dec. 27, 2007 file photo, Pakistan's former Prime Minister Benazir Bhutto arrives to address to her last public rally in Rawalpindi, Pakistan. Bhutto was assassinated with 20 others in a suicide attack as she left the rally. A Pakistani government prosecutor said Saturday Nov. 5, 2011, a court has indicted seven men on charges of killing country's former Prime Minister Benazir Bhutto. (Foto:Mohammad Javed, File/AP/dapd)
Pakistan Benazir Bhuttoانځور: dapd

د پاکستان سياسي تحليلوونکی فاروق حميد په دې عقيده دی، چي د بېنظېر بوتو تر مرگ وروسته اوس هم د رهبرۍ خلا نه ده ډکه سوې. پنځه کاله د مخه د ۲۰۰۷ کال د دسمبر پر ۲۷ نيټه بېنظير بوتو د پاکستان په راولپندی ښار کي تر يوه انتخاباتي کمپاين وروسته په خپل موټر کي پر سر په مرمۍ وويشتله شوه او ووژل شوه.

دغه پيښه چې ډېري دسیسې يې تر شا نغښتي دي، تر نن ورځي پوره نه ده روښانه شوې. د ملګرو ملتونو د پلټڼي يو کمېسيون يوازي لږ څرک ايستلی.

د پاکستان حاکم د پيپلز ګوند په دې تورنيږي، چې د ګوند د پخوانۍ رئيسې د قتل د پيښي د پوښتنو گروېږنو پروسه یې په کافي اندازه او پړيکړنده دريځ سره پر مخ نه ده بېولې. بوتو د پاکستان په سياسي ډگر کي ډير ممتازه سياسي څېره او يوازنۍ لومړۍ وزيره بلل کېده.

د هغې پلار ذوالفقارعلي بوتو چي په ۱۹۷۰ کلونو کي د پاکستان جمهور رئیس او لومړی وزير وو د دغه هیواد په تاريخ کي يو له مهمو سیاستوالو څخه وو. ‌‌ذوالفقار علی بوتو په ۱۹۷۹ کال کي د جنرال ضياالحق د پوځي ديکتاورۍ پرمهال اعدام شو.

د محلي قوتونو له خوا نه ملاتړ

پر ضياالحق باندي نیوکو بېنظير بوتو ته نړیوال نوم ورکړ او په ۱۹۸۸کال کي يې په انتخاباتو کي بری ور په برخه کړ.

سياسي څېړونکي حسن عسکري رضوی له دویچه وېله سره په یوه مرکه کي وويل:«بوتو په خپل ګوند او دباندي کي د جذبولو يو خاص ځواک درلود.»

حسن په دې عقيده دی، چې د بېنظير بوتو مخالفينو هم دا واقعیت منلی وو. بېنظیر بوتو پاکستان په نړیواله کچه راڅرګند کړ. بل هيڅ پاکستانی په دې نه دی توانیدلی چې د بېنظير بوتو په څير په نړيواله کچه وپيژندل شي.

د بېنظير بوتو شخصي جذابيت، د ديکتاتورۍ پر وړاندي مبارزې او د «شهيد د لور» په توګه د هغې پيژندني، دا په انتخاباتي مبارزه کي بریالیتوب ته ورسوله. خو د لومړۍ وزيري په توگه په دواړو دورو کې (۱۹۸۸څخه تر۱۹۹۰او د ۱۹۹۳ څخه تر ۱۹۹۶) د محلي ځواک له ملاتړ څخه بې برخي وه.

وروسته له هغه چي په ۱۹۹۸ کال کي بېنظير بوتو په اداري فساد کي په لاس لرلو تورنه شوه پاکستان يې پرېښود او دوبۍ کي مېشته شوه. په ۲۰۰۷کال کي د پاکستان جمهور رئيس پرويز مشرف د اختلاف وړ د ملي پخلایني له پاره يو فرمان صادر کړ چي په دې ډول یې ټول سیاستوال او بيوروکراتان چې په اداري فساد کی په لاس لرلو تورن ول عفو اعلان کړل چي په نتيجه کي یې بېنظير بوتو ته هم پاکستان ته د بيرته ستنیدو لاره اواره کړه.

که څه هم د پاکستان اساسي قانون دا اجازه نه ورکوي چې څوک د دريم ځل له پاره د حکومت واګې په لاس کي واخلي، خو بيا هم هغه وخت داسي بحثونه روان ول، چي گویا د پاکستان د خلکو ګوند به د نواز شريف د مسلم ليګ له ګوند سره يو ايتلاف جوړ کړي او بېنظير بوتو به يو ځل بيا د لومړۍ وزيري په توگه ونوموي.

په رهبرۍ کي لا بحران پر ځای پاته دی

د بېنظير بوتو وژني ډير ژر د پاکستان سیاسي حالات بل ډول کړ. د پاکستان د خلکو ګوند چي د خلکو علاقمندي ئې ډيره ځانته را جلب کړه، په ټول ټاکنو کي بريالی شو او د بېنظير بوتو مېړه د پاکستان جمهور رئيس شو.

د پاکستاني د سیاسي شنونکي رضوي په اند د بوتو مړيني د خلکو له پاره دوې پايلې لرلې. «خلکو زده کړل چې سخت دريځي يې د هېواد له پاره ګواښ ده او دا چي د دیموکراسۍ ملاتړ بايد وکړي.» خو منفي اغيزې يې دا دي چې د بېنظير بوتو مړينه د رهبرۍ د بحران سبب شوه، هغه بحران چي تر اوسه هم له منځه نه دی تللی.

زرداري چې په پرله پسې توګه په اداري فساد کي په لاس لرلو تورنيږي، د ګوند مشري يې زوی بلاول بوتو زرداري پر غاړه اخیستې ده. خو تر اوسه پوري نه زرداري او نه هم بلاول په حقيقت کي په دې توانیدلي دي چې د بېنظير بوتو د مړيني له کبله له رامنځته شوي بحران څخه ووځي.