1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د بريدونو د مړو شمېر لږ تر لږه ۵۰ ته ختلی

۱۳۹۶ تیر ۳, شنبه

د فرقه يي تاوتريخوالي له پاره مشهورې د لشکر جنګوي ډلې د شبنې په ورځ د پاړه چينار پر بازار باندې د غبرګو بريدونو پړه منلې ده. دغه بريد تر دې دمه لږ تر لږه ۵۰ انسانان وژلي او تقريبا ۲۵۰ ټپيان کړي دي.

https://p.dw.com/p/2fJtR
Pakistan Anschlag in Parachinar
انځور: Getty Images/AFP

په لشکر جنګوي پورې مربوطې د العالمي ډلې په يوه بيانيه کې ويلي دي چې د بريد هدف د شيعه اقليت په نخښه کول وو او ګواښ يې کړی دی چې نور بريدونه به هم وکړي. له بريد وروسته داسې ويډيوګانې خپرې شوې چې څنګه ملکي کسان د پېښې په وينو لړلي قربانيان راکاږي او امبولانس موټرو ته يې وړي. چاودنه له روژه ماتي مخکې رامنځ ته شوې وه.

صابر حسين، چې د پاړه چينار روغتون طبي مسوول دی، وويل: «موږ ته تر اوسه پورې ۵۰ مړي راوړل شوي، چې ۲۵۰ تنه بيا ژوبل شوي هم دي.»

ښاغلي حسين زياته کړه چې ۶۰ سخت ټپيان بيا پېښور ته د درملنې په موخه لېږدول شوي دي.

د لشکر جنګوي اړونده العالمي ډله چې څه موده مخکې يې له اسلامي دولت يا داعش سره همکاري پيل کړې او غواړي چې په پاکستان کې بريدونه تر سره کړي، ويلي دي چې «د پاړه چينار شيعه اوسېدونکو ته يې خبرداری ورکړی وو څو په سوريه کې د سُنيانو له وينې تويولو څخه لاس واخلي.»

داسې ويل کيږي چې په سلګونو پاکستانيان چې ښايي د ايران له خوا جلب شوي وي، سوريې ته د جګړو په مقصد تللي دي څو د تهران د ملګري رژيم، يعنې د بشار الاسد د حکومت ملاتړ وکړي.