1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د باجوړ په تصفیوي عملیاتو کې ۳۶ تنه وژل شوي دي

۱۳۹۱ شهریور ۷, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/15xpS

د پاکستاني چارواکو په وینا د باجوړ ایجنسۍ په یوه سیمه کې د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې ۳۶ تنه وژل شوي دي چې پکښې درې تنه سرتیري او د دولت پلوي د امن د لښکر دوه تنه غړي هم شامل دي. په رپوټ کې زیاته شوې ده چې د پاکستان دولتي ځواکونو د باجوړ ایجنسۍ په بټوار کې عملیات پیل کړي وو چې دغه سیمه له طالبانو څخه پاکه کړي.

د پاکستان د سرحدي ملیشو یو تن لوړپوړي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې په دغه وسله واله نښته کې ۳۱ تنه یاغیان او درې تنه دولتي سرتیري وژل شوي دي. دغه چارواکي زیاته کړې ده چې په دغه پیښه کې د امن د لښکر دوه تنه غړي هم وژل شوي او نور پنځه تنه امنیتي پرسونل ټپیان شوي دي.

یوه بل تن چارواکي ویلي دي د نوموړې سیمې زیاتره برخه له یاغیانو څخه پاکه کړای شوه ده خو لاهم عملیات ادامه لري تر څو باقي پاتې وسله وال هم له سیمي څخه وایستل شي. د فرانسې خبري آژانس زیاتوي چې دغه لیرې پرتې سیمې ته د خبریالانو د نه لاس رسي له امله د مرگ ژوبلې دغه ارقام د آزادو سرچینو څخه تائید شوي نه دي.