1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د اټومي وسلو لېږدوونکی توغندی بريالۍ ازموينه کړې ده

۱۳۹۱ آذر ۸, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/16rpK

پاکستان يو ځل بيا د يوه منځني واټن ويشتونکي راکټ ازموينه کړې ده. د پاکستان د پوځ وياند د چهارشنبې په ورځ ويلي دي چي د حطف ۷ نومي دغه راکټ ازموينه په کاميابۍ سره تر سره سوې ده. زياته سوې ده چي دغه راکټ تر ۱۳۰۰ کيلومترو پوري نښان په نخښه کولای سي. دا چي دغه ازموينه چيري تر سره سوې ده، د پاکستان پوځ په دې هکله معلومات نه دي ورکړي. تر دې دمخه پاکستان د سپتمبر په مياشت کي هم د اټومي وسلو د لېږد توان لرونکي توغندی ازموينه کړې وه. سيال هيوادونه هند او پاکستان يو له بل سره د سيالۍ په ترڅ کي په دوامداره توگه د توغنديو ازمويني کوي.