1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د امریکا د سفارت سامان ته د پاکستان له لاري د تللو اجازه ورکړې

۱۳۹۱ اردیبهشت ۳۰, شنبه
https://p.dw.com/p/14yhA

د پاکستان هيواد اجازه ورکړې ده چي په افغانستان کي د امريکا د سفارت له پاره ځانگړي بار وړونکي موټر د افغانستان پولې ته ور واوړي. د اخبر د پاکستان رسنيو د پاکستاني چارواکو له وينا د شنبې په ورځ خپور کړی دئ.

په راپورونو کي ويل سوي دي چي د امريکا د سفارت سامان ته د اجازه ورکولو څخه دا معنا اخيستل کېدلای سي چي ډېر ژر به د ناټو بند کړل سوي اکمالاتي سامان ته هم د تلو اجازه ورکړل سي. د ناټو د پوځي سامان آلاتو ترانسپورت شپږ مياشتي تر مخه هغه وخت د پاکستان لخوا بند کړل سوی وو، کله چي يوې امريکايي الوتکي د پاکستان پر سرحدي پوسته په بريد کي ۲۴ پاکستاني عسکر وژلي ول.

د امريکا د سفارت له پاره د سامان د تللو اجازه په داسي حال کي ورکول کيږي چي پاکستاني ولسمشر د جمعې په ورځ د پاکستان څخه پرواز وکړی تر څو د يکشنبې په ورځ د شيکاگو په غونډه کي گډون وکړي. رسنيو ليکلي چي آصف علي زرداري امر کړی دئ چي د شيکاگو د کنفرانس په جريان کي دي پاکستان د ناټو د اکمالاتي ټرانسپورت د بېرته خلاصېدلو اعلان وکړي.