1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د افغانستان د سولي او ثبات لپاره په اصطلا«خوږ نوک» بلل کيږي

۱۳۸۷ آذر ۱۹, سه‌شنبه

د جرمني د ختيځ انستيتوت مشر ګونتر مولاک په عقيده په افغانستان کي به سوله او ثبات تر هغه وخته رانسي چي ګاونډي هيوادونه په تيره بيا پاکستان په دې لار کي خپله ونډه تر سره نه کړي

https://p.dw.com/p/GCOB
د افغانستان پولي ته نږدې د پاکستاني ځواکونو پوسته
د افغانستان پولي ته نږدې د پاکستاني ځواکونو پوستهانځور: AP

مولاک چي د همدې روان ميلادي کال د آګست تر مياشتي پوري په اسلا م آباد کي د آلمان لوی سفير و، وايي:« په افغانستان کي دسولي او ثبات دپاره پاکستان په اصطلا يو ژوبل نوک بلل کيږي» د آلمان دختيځ انستیتوت مشر دغه خبره پرون په برلین کي کړې ده او ويلې دي چي لويديځ هیوادونه بايد په افغانستان کي دسولي، ثبات او ددغه هيواد داقتصادي وضع دپاره پر يوې نوي ستراتيژۍ باندي فکر وکړي. او لکه څنګه چي مولاک وايي په روان وخت کي په روان وخت کي« کارپوهان د افغانستان د راتلونکي په هکله چنداني خوشبیني نه ښه يي.»

کوم وروستي ګوزارونه چي د طالبانو له خوا په پیښور کي پر هغه کاروانونو باندي چي نړيوال سوله ساتي ځواک ته يي اکمالات رسول شوي دي حقيقت ښکار ندوي بلل کیږي چي تر کومه حده پوري طالبان له پولوڅخه بهرسره ګډ کار کوي او څومره دوی کولای سي په افغانستان کي د نړيوال سوله ساتونکي ځواکISAF ته د اکمالاتو د رسولو په لارو کي خنډ او ځنډ پېښ کړي.

په څو تيرو ورځو کي طالب جنګيالیو دوه واري په پاکستان کي د لاريو موټرو پر هغه کاروانونو باندي بريدونه کړي چي په افغانستان کي يې دناټو عسکرو دپاره اکمالات رسول. دوی ډيرو لاريو ته اور اچولی.

حالات او پيښي د انديښنو وړ دي

د پاکستان د لاري څخه په افغانستان کي و مېشتو امريکايي ځواکونو ته د وړونکو موادو سوځول سوي لارۍ موټران
د پاکستان د لاري څخه په افغانستان کي و مېشتو امريکايي ځواکونو ته د وړونکو موادو سوځول سوي لارۍ موټرانانځور: AP

د غه خبره د اسلامي علومو کارپوهان کوي. په بمبيي کي د تروريستي ګوزارونو او په دغه پېښه کي د پاکستان نقش حالات لاپسي پيچيلي کړي دي. هسي چي پاکستاني مقاماتو ويلي دي،دوی ښايي د تندلارو اسلامي ډلو په یوه کمپ کي د هند دبمبيي د ښار په پیښه کي يو ګوماني تورن نیولی وي.

بله لانجه چي د لويديزو هیوادونو پوځي ځواکونه په افغانستان کي ورسره مخامخ بريښي هغه داده چي دوي ته د ښکيلاکي ځواکونو په سترګه کتل کیږي. او هسي چي مولاک، وايي په دغه هیواد کي دکرزي، حکومت خپل اعتبار او حيثيت بيخي بايللی دی.

او س اصلي پوښتنه چي مطرح کیږي هغه داده چي تر اووکلنو وروسته څنګه کيدای سي، چي د افغانستان په حالاتو کي سمښتونه راسي. په دې مانا چي په دغه هیواد کي يوه سالمه اداري دستګاه منځ ته راسي، قانون وچلیږي او پوليس وروزل سي او دوی خپلي دندي وپيژني. مهمه خبره به دلته داوي چي پخپله افغانان مسولیتونه په غاړه واخلي او که نه هرڅومره پيسې چي دغه هيوا د ته واستول سي، چي نظم نه وي اوپيسې پر سمو لارو ونه لګيږي، کومه ګټه لاس ته نسي راتلای.

مولاک وايي چي زما له نظره دحل لاره به داوی چي د افغانستان ګاونډي هیوادونه لکه ايران او پاکستان د افغانستان د لانجې په لاره کي خپل مسوليتونه درک او هغه ترسره کړي. هيله ده چي د امریکا په متحده ایالتونو کي دیوه نوي حکومت په منځ ته راتلو سره په افغانستان کي يو مثبت ستراتيژي بدلون راسي.

افغانستان او پاکستان پخپل منځ کي په تيره بيا په ګډو پولو کښي سره ګډکار وکړي خو دا هغه وخت ترسره کيدای سي چي د دواړو هيوادنو ترمنځ اړیکي ښه سي. او دواړه ولسونه وسي کړای پر یوبل باندي اعتماد وکړي. د تيري اونۍ په پای کي د ترکيې په بلنه کرزي او زرداري سره کتلي او ددې هيله کيدای سي چي دوی دیوه سالم ګډ کار په اړه توافق ته سره رسيدلي وي.