پاکستان د افغانستان او پاکستان په سرحد اغزن دېوال جوړوی
۱۳۸۵ اسفند ۲۳, چهارشنبهاعلان
خو پاکستاني مقامات وايي چې تر اوسه دوی د ديوال په جوړلو پيل نه دی کړی، خو دوی به په راتلونکی کښې په دغه کار لاس پوری کړی. برمل د افغانستان په ځتيځ کې د پکتيکا په ولايت کښې موقعيت لری.
د افغانستان د دفاع وزارت وياند ښاغلی جنرال محمد شير اعظيمی وويل:
« د افغانستان اسلامي حکومت د دغه کار مخالف دی».
د پاکستان ولسمشر مشرف د فبروری په مياشت کې دا ويلی و، چې پاکستان به په شمال غربی پوله باندی پنځه ديرش کليو متره اغزن ديوال ودروی، تر څو افغانستان ته د طالبانو ورتلل منع کړی.