1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د افعان مهاجرو په برخه کي مرستي ته اړتیا لري

آژانسونه/ ش.ن۱۳۹۵ تیر ۳, پنجشنبه

د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو ځانگړي ادارې (UNHCR) د مشر په اند نړۍ په پاکستان کې د افغان کډوالو پر کړکېچ سترگې پټي کړي دي. پاکستان په بشپړه توگه د افغان مهاجرو د ایستلو په فکر کې دی.

https://p.dw.com/p/1JBd1
انځور: Reuters/F. Aziz

د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو ادارې «یو.ان.اچ.سي.آر» مشر فیلیپو گراندي، د چهارشنبې په ورځ د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د بحث او خبرو په یوه غونډه کې وویل: په اروپا کې د مهاجرت بحران په پام کې نیولو سره له نورو کوربه هیوادونو لکه د پاکستان سره هم باید اغېزمني مرستي وشي.

په پاکستان کې ۱،۵ میلیونه افغانان د کډوالو په توگه ثبت او راجستر شوي دي. یو میلیون نور افغان مهاجر په دغه هیواد کې بې له قانوني اسنادو څخه ژوند کوي. د دوی ډیری له لسیزو راهیسې په دغه هیواد کې میشت دي. پاکستاني سیاستوال په پرله پسې ډول په دې فکر کې دي چې دغه ټول مهاجر په یو وار وباسي.

د پاکستان او ملگرو ملتونو تر منځ د دغو راجستر شوو یو نیم میلیونه افغان کډوالو د اقامې یا په پاکستان کې د پاتېدو په باب د موافقې مهلت په یوه اونۍ کې پای ته رسیږي. گراندي، ټینگار کوي چې په یو وار له پاکستان څخه د دغو ټولو مهاجرو ایستل به په افغانستان کې یوه امنیتي بحران ته لار اواره کړي.

د پاکستان د سرحدي چارو وزیر عبدالقادر بلوچ، وایې چې نړۍ باید په دې برخه کې ډیر څه وکړي. د هغه په خبره تمویلونکو هیوادونو له پاکستان سره په درو کلونو کې د ۵۰۰ میلیونه يورو مرستي ژمنه کړې وه، خو پاکستان تر اوسه پوري یوازي ۱۵۰ میلیونه يورو ترلاسه کړي دي.

بلوچ زیاته کړه چې که چیري نوري مرستي ونه شي، نو ډیر افغانان به اروپا ته مهاجر شي «بیا نو زموږ وضعیت او چلند ښه نه وي.»

د بشري حقونو فعالان پر پاکستان تور لگوي چې دوی مهاجر ته په پاکستان کې د امنیتي ستونزو د زیږونکو په سترگه گوري. د دوشنبې په ورځ په بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز مهاجر کمپونه د «ترهگرو له پاره خوندي اډې» وبلل.