پاکستان د اسامه پټنځای له خاورو سره خاوري کړ
۱۳۹۰ اسفند ۷, یکشنبهبن لادن تیر کال د می د میاشتي پر پنځمه نېټه په دغه کور کې ووژل شو. د پاکستان د پولیسو یو مشر چې د په ايبټ آباد کي دئ د تليفون پر کرښه رسنيو ته ويلي دي: «د امنيتي ځواکونو په مرسته د کور په نړولو باندي دوه بلدوزرونه بوخت دي.»
دغه لوړ پوړي چارواکي زیاته کړې ده چې ددغي درې پوړیزي ودانۍ د دریم پوړ په شمول هغه کوټه چي بن لادن پکښې وژل شوی وو نړول شوې ده.
د هغه په خبره ټول کور به نن په بشپړه توگه « د ۲۰۱۲کال د فیبرورۍ۲۶مه» ونړول شي.
دغه کور چې بن لادن پکښي څو کاله پټ ژوند کاوه د هغه تر وژني وروسته د امنیتي ځواکونو په ولکه کي وو. په دغه کور کې بن لادن د خپلو درو مېرمنو او لمسیانو په شمول د نهو ماشومانو سره یو ځای ژوند کاوه.
عیني شاهدان وایي چې د بن لادن کور ته تلونکي ټولي لاري تړل شوي دي، د کور د نړولو له پاره ستر ماشینونه راوړل شوي دي. پر دې سربیره دغه سیمي ته د خبریالانو پر ورتگ هم بندیز لگول سوی دئ.
د بن لادن تر وژني وروسته په سلونو خلک ددغه کور نندارې ته ورتلل. چارواکو دا ویره لرله چې که دا کور د پوځ له خوا ونه نړول شي نو کیدای شي پر يوه زیارت او یا د سیلانیانو په مرکز واوړي.
د پاکستان پوځ چې په قبایلي سیمو کې له وسله والو طالبانو او القاعدې سره په جگړه بوخت دئ په عامه توگه د یاغیانو کورونه له منځه وړي.
د بن لادن کور د پاکستان د تر ټولو لوی پوځي اکاډمۍ « کاکول» په دوه کیلومترۍ کښي پروت وو.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل