پاکستان: د آلماني پوليسو مخابرې مو نه دي اوريدلي
۱۳۹۰ آبان ۹, دوشنبهد بيلد ام زونتگ آلمانۍ ورځپاڼي د يکشنبې په ورځ داسي راپور خپور کي، پکښي ويل سوي ول، کيدای سي دغه پټ رازونه د طالبانو لاس ته لوېدلي وي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت يو کارکونکي، د نوم د نه ښوولو په شرط دغه راپور بې اساسه بللی، د پاکستان د پوځ وياند، ميجر جنرل اطهرعباس، ويلي چي دغه راپور په تبصره کولو نه ارزي.
دغه ورځپاڼي د خپلي يوې سرچينې په وينا، چي نوم يې پټ ساتل سوی، ويلي چي د آلمان استخباراتي شبکې په دې اړه د کورنيو چارو وزارت ته خبرداری ورکړی وو.
پدغه خبرداري کي ويل سوي ول، چي پاکستان په افغانستان کي د پوځونو د روزونکو د ۱۸۰تنو آلماني سرتيرو مخابرې اوريدلې.
د امريکا متحده ايالات هم د اوږدې مودې راهيسي د پاکستان پر استخباراتي شبکې تورونه لګوي چي ګواکي دوی د اورپکو سره اړيکي لري، او په افغانستان کي د هغوی سره مرستي کوي تر څو په افغانستان کي د خپل نفوذ له پاره دغه ډله وکاوي.
په پاکستان کي د اسامه بن لادن تر وژل کيدو وروسته پر دغه هيواد دا فشارونه نورهم ډير سوي، چي په خپله خاوره کي د اورپکو او په خاصه توګه په شمالي وزيرستان کي د حقاني شبکې پر ضد پوځي عمليات تر سره کړي.
د آلمان د کورنيو چارو وزارت د رويترز خبري آژانس ته د خپل هيواد د استخباراتي شبکې د شک په اړه ويلي، چي نوموړې شبکې په آلمان کي يو بريښنايي پيغام ته لاس رسی پيدا کړی وو، خو د کورنيو چارو وزارت د دغه پيښي پخلی ونه کړ او ويې ويل، چي دوی د المان د پوليسو ارقامو ته بشپړلاس رسی نه لري.
خو د المان استخباراتي شبکې په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.
د ورځپاڼي د خبر له مخه د پاکستان استخباراتي شبکې، د المان د کورنيو چارو وزارت ته ليږل سوي پيغامونو او شخصي تليفونونو، د پوځي عملياتو د امرونو او د پوليس سرتيرو د نومونو ليست ته لاس رسی پيدا کړی وو.
اژانسونه/ سيد رياض
کتونکي: نجيب الله زيارمل