1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان خپلو ځواکونو ته پر ناټو د جوابي بريد اجازه ورکړه

۱۳۹۰ آذر ۱۱, جمعه

پاکستان وروسته تر هغه خپلو ځواکونو ته دغه امر کړی، چي د تيري مياشتي پر ۲۶مي نېټه د ناټو په يوه بريد کي ۲۴پاکستاني سرتيري ووژل شول او ۱۳ نور ټپيان شول.

https://p.dw.com/p/13LX7
جنرال اشفاق کياني
جنرال اشفاق کيانيانځور: Abdul Sabooh

د پاکستان دولتي رسنيو ويلي دي، چي د پاکستان د پوځ مشر، جنرال اشفاق کياني، په ليکلي توګه خپلو ځواکونو ته يو سلسله نوي اختيارات ورکړي دي.

د دغو صلاحيتونو او اختياراتو په ترڅ کي اوس پاکستاني پوځيان کولای شي، چي د بريد په صورت کي پرته له دې چي د مرکز څخه اجازه ترلاسه کړي د ناټو پر ځواکونو ډزي وکړي.

پر پاکستاني پوستو د ناټو بريدونو، د دغه هيواد او غربي ملګرو تر منځ اړيکي تر بل هر وخت ډيري خړي پړي دي. د دغي پيښي په وړاندي په اعتراض کي پاکستان د افغانستان په هکله د بن په راروان کنفرانس کي د نه ګډونه پريکړه وکړه او د ناټو پر قطارونو ئې خپله پوله هم وتړله.

پر دې سربيره پاکستان د بريد وروسته له متحده ايالاتو څخه وغوښتل چي په دغه هيواد کي خپله هوايي اډه وتړي. د راپورونو له مخي امريکا په پاکستان کي د شمسي اډې په پريښوولو پيل کړی دئ.

د واشنگټن له خوا د پيښي په اړه لومړنی رپورټ ښيي چي پاکستان ناټو ته د هوايي بريد د ترسره کولو اجازه ورکړې وه.

تر دې د مخه متحده ايالاتو له پاکستان سره د خپلو عمليات د جزيياتو د شريکولو څخه ډډه کړې ده. متحده ايالات بيره لري چي که د پاکستان سره د عملياتو په اړه معلومات شريک کړي نو کيدای شي، چي ياغيان د دغوعملياتو د جزيياتو څخه باخبره شي.

د بريد د ترسره کېدو وروسته د پاکستان پوځ وويل، چي ناټو د دوو ساعتونو له پاره د پاکستان لخوا هغو غوښتنو چي خپل هوايي بريد دي پای ته ورسوي، کومه توجه ونه کړه.

خو وروسته بيا پاکستان وويل چي په مخابراتي سيستم کي د رامنځ ته شوو ستونزو له امله په اړيکو کي سؤتفاهم رامنځ ته شوی وو.

اوس د پاکستان پوځ تر ډيرسخت عامه فشارونو لاندي دئ. د پاکستان ډيری اوسيدونکي د دغه هيواد له هوايي ځواک څخه پوښتي چي ولي يي د ناتو د بريد په وړاندي د پاکستاني سرحدي پوستو څخه دفاع ونه کړه.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل