1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان ته د ولسمشر غني سفر مهم گڼل کیږي

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ آبان ۲۲, پنجشنبه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني به په روانه اوونۍ کې پاکستان ته سفر وکړي. دا تر سعودي عربستان او چین وروسته د ولسمشر په توگه د غني دریم بهرنی سفر دی. افغانستان له طالبانو سره د سولې په پروسه کې د پاکستان د مرستې تمه لري.

https://p.dw.com/p/1DmCq
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

کابل او اسلام آباد دواړه یو پر بل باندې وسله والو مخالفینو ته د پناه ورکولو تورونه لگوي. پر دې سربیره د دواړو هیوادونو پر پوله د توغندیو د بریدونو پیښې وخت نا وخته رامنځ ته کیږي. خو ولسمشر غني تمه لري چې پاکستان ته له خپل سفر سره، له دغه هیواد سره د افغانستان اړیکې داسې ښې کړي چې د امریکا متحده ایالاتو په شمول یو شمیر لویدیځ هیوادونه پر پاکستان باندې فشار واچوي تر څو په خپلو سرحدي سیمو کې یاغیان وځپي.

پاکستان د طالبانو رژیم په رسمیت پیژندلی وو. ویل کیږي چې په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ د ناټو تر پوځي مداخلې وروسته، د طالبانو مشرتابه پاکستان ته تښتیدلې ده او اوس له همدې هیواد څخه پر افغانستان باندې خپل بریدونه پلانوي.

د پاکستان د لومړي وزیر، د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز
د پاکستان د لومړي وزیر، د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیزانځور: picture-alliance/dpa

د پاکستان حکومت له طالبانو څخه د ملاتړ او هغوی ته د پټنځایونو د برابرولو تورونه ردوي خو د افغانستان په شمول ډیر شمیر هیوادونو پر اسلام آباد باندې تور لگوي چې غواړي د یاغیانو په مټ په افغانستان کې خپل نفوذ ډیر کړي.

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي، څو واري پر پاکستان باندې تور ولگاوه چې په افغانستان کې خپل اهداف د یاغیانو د ملاتړ کولو او هغوی ته د پټنځایونو د برابرولو له لارې تعقیبوي. دا په داسې حال کې ده چې کارپوهان وایي، غني له اسلام آباد سره د ښو اړیکو په اړتیا ښه خبر دی.

د سیاسي چارو کارپو هارون میر، له اسوشیتد خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي دي: «که افغانستان وشي کولای په مستقیم ډول له خپلو سیمه ییزو متحدینو سره خبرې وکړې، او که پاکستان له افراطیانو څخه بیل کړای شي، نو بیا سنتي طالبان کیدای شي په مطرح [سیاسي] لوبغاړو بدل شي.»

تر دې مخکې ولسمشر غني چین ته هم تللی وو. هغه د خپل سفر پر مهال پر طالبانو باندې غږ وکړ چې «د سولې له یوه بین الافغاني بهیر» سره یوځای شي. هغه پر سولې باندې د خپل حکومت د «تر ټولو مهم لومړیتوب» په توگه ټینگار کړی وو. غني ټینگار وکړ تر هغه وخته پورې چې په افغانستان کې سوله را نه شي، په دې هیواد کې پانگونه نه شي کیدای.

په وروستیو اوونیو کې یو شمیر پاکستانی چارواکي هم کابل ته تللي دي. په هغوی کې د دې هیواد د ملي امنیت او بهرنیو چارو مشارو سرتاج عزیز، هم شامل وو. د پاکستان د چارو کارپوه طلعت مسعود په دې اړه وایي: «پیغام روښانه دی. د پاکستان سیاسي او پوځي مشران په یوه نظر دي. هغوی یو باثباته افغانستان غواړي.»

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي، د خپلې کابو دیارلس کلنې واکمنۍ په موده کې پاکستان ته ډیر سفرونه کړي دي
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي، د خپلې کابو دیارلس کلنې واکمنۍ په موده کې پاکستان ته ډیر سفرونه کړي ديانځور: AFP/Getty Images

غني په داسې حال کې واک په لاس کې اخیستی دی چې د دې هیواد اقتصاد له ستونزو سره مخامخ دی، بهرني ځواکونه د وتلو په حال کې دي، د اداري فساد کچه ډیره لوړه ده او یاغیان د پیاوړي کیدو په حال کې دي.

له بلې خوا هندوستان هم غواړي له افغانستان سره خپلې اړیکې لا پیاوړي کړي او په دې ترتیب سره له دې هیواد سره پر خپلو پښو دریدو په برخه کې مرسته وکړي. هندوستان نه غواړي چې افغانستان یو ځل بیا د پاکستان پلوو یاغیانو لاس ته ولویږي او په دې ترتیب ورڅخه هندوستان ته گواښ متوجه شي.

ولسمشر غني په افغانستان کې د سولې راتلل، اقتصادي وده، له اداري فساد سره مبارزه، له گاونډیو او نړیوالو سره د اړیکو پراخول په خپلو کاري لومړیتوبونو کې شامل کړي دي. دا چې هغه به د دغو لومړیتوبو په لاس ته راوړلو کې څومره بریالی شي ښايي د وخت په تیریدو سره روښانه شي.