پاکستان: تر ۱۳۰ زيات سرتیري واورو لاندې کړي دي
۱۳۹۱ فروردین ۱۹, شنبهاعلان
څه باندي ۱۳۰ پاکستاني پوځيان د خپل هيواد په ليري پرته شمالي سيمه کي تر واوري لاندي سوي دي. دا خبر د پاکستان پوځ د شنبې په ورځ ورکړی دئ. ويل سوي دي چي دغه پېښه د سياچين په سيمه کي رامنځ ته سوې ده چي قراقرم او هماليا ته څېرمه پرته ده.
د پاکستاني پوځ وياند اطهر عباس، فرانس پرېس خبري آژانس ته ويلي دي چي د واورې لاندې سوو سرتیرو د ژغورنې کارونه دوام لري. زياته سوې ده چي دغه پېښه د واوري د ښوېدنې له کبله د جمعې او شنبې په منځنۍ شپه رامنځ ته سوې ده.