1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: تر سلو زياتو کسانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده

۱۳۹۱ آذر ۲, پنجشنبه

په كراچي او راولپنډي ښارونو كې بمي چاودنو تر سلو زياتو كسانو ته مرگ ژوبله اړولې ده. چاودني د محرم مياشتي د مراسمو پرمهال تر سره سوي دي.

https://p.dw.com/p/16nrr
انځور: rtr

د چار شنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د نوامبر ۲۱) په پاكستان كي د څو جلاجلا بمي چاودنو په ترڅ کي تر سلو زياتو كسان ته مرگ ژوبله واوښته.

د كوټي تر چاودني وروسته، چي د درو سرتېرو او يوې ښځي په گډون پنځه تنه پكښې ووژل سول او تر لسو زيات نور پكښې ټپيان سول، په كراچي كې هم يو په بل پسې دوې بمي چاودني وسوې.

دغه چاودني ماښام ناوخته د ښار د اورنگي ټاون په پنځمه ناهيه كي د يوې امام بارې تر څنگ ترسره سوې.

د کارچي چارواکو په خبره، په دواړو چاودنو کي درې تنه وژل سوي دي او ډيری نور ټپيان دي. د سيند ايالت د اطلاعاتو وزير شرجيل مېمڼ د پېښي په ځاى كي خبريالانو ته وويل: «لومړۍ چاودنه په سيمه کي په يوه موټرسايكل كې ځاى پرځاى سوي چاودېدونکي مواد ول او دوهمه ځانمرگى بريد بلل كېږي.»

د ځايي رسنيو په حواله تر لومړي چاودني وروسته چي مرستندويه ډلي او خبريالان سيمي ته ورسېدل يوه بله چاودنه وسوه، چي یو شمېر انسانان ئې ټپيان کړل.
 
تر دغو چاودنو يوه ورځ وړاندي هم په كراچي كې د شيعه مسلمانانو د مسجد ترڅنگ يوه بمي چاودنه وسوه چي ويل کيږي له امله يې دوه تنه وژل سوي دي او شپاړس تنه نور ټپيان سوي دي.

د كراچۍ د تېري شپې تر چاودنو لږ وروسته په راولپنډي كې هم يوه ځانمرگي بريد پنځه شپېته كسانو ته مرگ ژوبله واړوله.

Pakistan Rawalpindi Selbstmordanschlag
انځور: Reuters

د ځايي پوليسو په حواله، د راولپنډي په ډوهک سيدان سيمه كي يوه ځانمرگي بريدگر د زرونو شيعه گانو په ماتمي مراسمو كي خپل په ځان پوري تړلي چاودېدونکي مواد وچول، چي په نتيجه کي يې ۲۳ تنه ووژل سول او ۴۷ نور ټپيان سوي دي.

د راولپنډي د پوليسو مشر ثاقب ظفر د پېښي په ځاى كې خبريالانو ته وويل: «چاودني بېخي ډير زيان رسولی دی. دا ځانمرگى بريد وو، چي د مراسمو په منځ كې يې ځان الوزولى دى.»

كه څه هم چي تر اوسه پوري د ځانمرگي بريد او بمي چاوندو پړه چا پرغاړه نه ده اخيستې، خو ثاقب وايي چي دا د هغو خلکو كار دى، چي په كراچي كې يې بمي چاودني ترسره كړي دي.

د پاکستان دولت د كوټي، كراچي او راولپنډۍ په ښارونو کي چاودني په کلکه غندلي او د پلټنو امر يې کړی دی. د دغه هيواد د كورنيو چارو وزير رحمن ملک د درو سرو چاودنو په اړه معلومات غوښتي دي.

له دې سره سره چي د محرم مياشتي د مراسمو د امنيت ساتلو له پاره په دغه هيواد کي سخت امنيتي تدابير نيول سوی ول او امنيتي سرتيري د تيارسئ په حال کي دي بيا هم د دغه هيواد په درو سترو ښارونو کي چاودني او ځانمرگي بريدونه ترسره سول.

حبيب الرحمن تاثير/ کوټه
کتونکی: نجيب الله زيارمل