1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: ترافیکي پیښې د ۵۷ کسانو ژوند واخیست

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۳ دی ۲۱, یکشنبه

د پاکستان په سویل کې د کراچۍ ښار ته څیرمه یو سرویس موټر او ټانکر سره ټکر شوي دي، چې د ښځو او ماشومانو په شمول په کې ۵۷ کسان وژل شوي دي. زیاتره کسان د اور د لگیدو له کبله سوځیدلي دي.

https://p.dw.com/p/1EIVm
انځور: ASIF HASSAN/AFP/Getty Images

د ورکړل شوو لومړنیو رپوټونو له مخې د سپرلیو ډک سرویس موټر له کراچۍ ښار څخه د شکارپور لور روان وو. خبري آژانسونو د پولیسو د لوړپوړي چارواکي راو محمد انور له قوله لیکلي دي «چې سروس موټر د تیلو ټانکر سره جنگیدلی دی، چې د لومړنیو رپوټونو له مخې ټانکر له غلط لوري راروان وو.»

د «ایکسپرس ټربیون» په نوم پاکستانۍ ورځپاڼې په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې تر پیښې وروسته سخت اور لگیدلی دی چې د اطفایې عملې یې د خاموشه کولو هڅه کړې ده. رپوټ زیاتوي چې اور د دواړو موټرو په بشپړه توگه تر سوځیدو پورې خاموشه شوی نه دی. زیاته شوې ده چې ژغورونکي عملې قربانیانو ته د لاس رسي په موخه د ماشین آلاتو په واسطه موټرې پرې کړي دي. یو شمیر سپرلیو د سرویس موټر له کړکیو څخه ځانونه کښته غورځولي دي.

د کراچۍ جناح روغتون یوه ډاکټر سیمي جمالي د فرانس پرس خبري آژانس ته ویلي دي: «موږ ته تر اوسه له ۵۷ څخه د زیاتو کسانو جسدونه راوړل شوي دي، خو ښایي د وژل شوو کسانو شمیر زیات شي، ځکه چې زیاتره کسان سوځیدلي دي او له یو بل سره نښتي دي.»

جمالي په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي، هغه جسدونه چې سوځیدلي دي د ډي ان اې، د ټیسټ له لارې به یې هویت څرگند شي.

دا په تیرو درو میاشتو کې ورته بله دوهمه پېښه ده. د تیر میلادي کال د نومبر په میاشت کې یو سرویس او لارۍ موټرې سره ټکر شوې ول چې په پایله کې یې هم ۵۷ تنه وژل شوي وو.

په پاکستان کې تل د سختو ترافیکي پیښو رپوټونه ورکول کیږي. د دغو ترافیکي پيښو دلایل د سړکونو خرابوالی، د نقیله وسایلو نامناسبه پاملرنه او خطرناکه موټرواني په گوته کیږي.