پاکستان بیا د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو د درولو غوښتنه وکړه
۱۳۹۱ مرداد ۷, شنبهاعلان
په واشنگټن کې د پاکستان سفیرې پخپل هیواد کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونو ته د پای د ټکي د ایښودو خبره کړې ده. د هغې له خوا دا څرگندونې په یوه داسې وخت کې کیږي چې ښایي دواړه هیوادونه په راتلونکې اونۍ کې په دې اړه خبرې اترې وکړي.
په واشنگټن کې د پاکستان سفیره شیري رحمان، تیره ورځ د سپنې ماڼۍ د جنگي چارو له سلاکار سره په دې اړه خبرې اترې کړې دي. داسې اټکل کیږي چې د پاکستان د استخباراتي شبکې مشر به په راتلونکي اونۍ کې د متحده ایالاتو د استخباراتو د ادارې له مشر سره په لیدنه کتنه کې د بې پیلوټه الوتکو د درولو غوښتنه وکړي.