پاکستان: بيړني حالت ته قانوني بڼه ورکړل سوه.
۱۳۸۶ آبان ۳۰, چهارشنبهاعلان
ددې فرمان له مخي د هغه هيواد په اساسي قانون کي داسي يو بدلون راغلی چي په پاکستان کي د بېړني حالت اعلامول قانوني بڼه غوره کړي.
څه وخت مخکي پخپله مشرف په يوه مرکه کي په دې اعتراف کړي و، چي د بيړني حالت اعلامول د پاکستان د اساسي قانون په خلاف يو عمل دی.
دوې ورځي د مخه د امريکې د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال په پاکستان کي د بيړني حالت اعلام ول د ديموکراسۍ خلاف کار وبلی او د ديموکراسۍ د پلي کولو له پاره يي د پرويز مشرف څخه د بيړني حالت د ليري کولو غوښتنه وکړه.