1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پاکستان باید حقاني شبکه وځپي»

۱۳۹۴ اسفند ۲۰, پنجشنبه

یوه امریکایي جنرال حقاني شبکه په افغانستان کې د خپلو عسکرو پر وړاندي تر ټولو لوی ګواښ بللې او ویلي یې دي چې اوس د دې وخت دی چې پاکستان د دغي ترهګري ډلي پر ضد «پریکړنده عمل» وکړي.

https://p.dw.com/p/1IAHG
انځور: picture-alliance/dpa

د امریکا د مرکزي قوماندې مشر جنرال لاوید جې استین، د کانګرس د پوځي خدمتونو کمیتې ته ویلي دي: «موږ غواړو چې پاکستان د حقاني شبکې پر ضد پریکړنده اقدم وکړي. پاکستانیان په ځانګړې توګه د حقاني شبکې د ځپلو امکانات لري. دغه ډله په افغانستان کې زموږ د ځواکونو له پاره او په اوږدې موده کې د دې هیواد د ثبات له پاره تر ټولو لوی ګواښ دی.»

استین د چهارشنبې په ورځ وویل چې امریکا متحد ایالات د کابل او اسلام آباد له خوا هغو نښانو هڅولې ده چې ښيي په افغانستان کې یووار بیا د پاکستان په ملاتړ د سولي هلې ځلي گدندۍ شوي دي.

دغه امریکایي جنرال روښانه کړې ده چې پاکستان په قبایلي سیمو کې د یاغیانو د پټنځایونو او همداراز د تازه رامنځ ته شوې اسلامي دولت ترهګري ډلي په ګډون نورو ډلو د ځپلو په موخه خپلې هڅې ډیري کړي دي.

هغه ویلي دي: «د جګړې په تر ټولو تازه فصل کې، موږ د افغان او پاکستاني پوځي مشرتابه تر منځ د لا ډیري همغږۍ شاهدان وو. د پوځي قطعو په سطحه قوماندانانو یو له بل سره څو وارې لیدلي دي، څو په خپل منځ کې د معلوماتو د تبادلې هڅې ډیري کړي.»

د استین په خبره پاکستان او افغانستان او د پولي د ساتلو په موخه د یوه معیاري عملیاتي پروسیجر پر رامنځ ته کولو کار کوي.

دغه امریکایی جنرال همداراز ویلي دي چې پاکستان او امریکا پوځ ترمنځ اړیکې «باثباته» دي او لامل یې هم له پاکستان سره د امریکا پوځي مرستې په ګوته کړې دي.