پاکستان او هندوستان د ښو اړيکو خبري کوي
۱۳۹۰ مرداد ۵, چهارشنبهکه څه هم د دغو چارواکو په ليدنه کتنه کي کومي خاصي موافقي نه دي لاسليک سوي. خو د خبرو اترو فضا د راتلونکو پرمختګونو له پاره اميدونه لا پسي ډير کړل.
دا په وروستي يو کال کي د دواړو هيوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو په کچه لومړنۍ ليدنه وه. په ۲۰۰۸ کال کي د ممبې تر بريدونو وروسته بيا دواړو هيواد نو د سولي د پروسې خبري اتري درولې وې.
تر دې کتني وروسته د دواړو هيوادونو استازو راتلونکي ته خوشبيني ښودلې. د هندوستان د بهرنيو چارو وزير وويل چي د دواړو هيوادونو اړيکي اوس يو ځل بيا پر سم لوري راواني دي.
«موږلا تر اوسه هم بايد ډير وړاندي ولاړ سو، خو اوس موږ د موضوعاتو په اړه پراخ نظر لرو. زه په دې خبري مطمين يم چي موږ کولاس سو چي هغه روابط چي غواړو سره ولرو.»
د پاکستان د بهرنيو چارو نوي ځواني وزيري، حينا رباني، هم ويلي چي د دواړو هيوادونو تر منځ د سولي بهير اوس يو نه دريدونکی بهير دی او دواړه هيوادونه غواړي چي دغه لړۍ پر مخ ولاړه سي.
«د پاکستان او هندوستان نوی نسل به د دواړو هيوادونو تر منځ د ښو روابطو شاهدان وي.»
د دواړو هيوادونو لخوا په يوې خپره سوې اعلاميه کي راغلي چي دغه هيوادونه به د خپلو اړيکو د ښه کولو، د سواداکرۍ د پراخولو او د زورپالۍ په وړاندي مبارزه کي موافقه کړي ده.
د پاکستان اوسنۍ د بهرنيو چارو وزيره 34 کلنه ده او د پاکستان لومړنۍ ښځينه د بهرنيو چارو وزيره ده. وروسته له هغي چي دا په دغه کار وګمارل سوه د هغې د وړتياو په اړه ځيني پوښتني رامنځ ته سوې، چي ايا هغه به د دې توان ولري چي د پاکستان په شان د يوه هيواد بهرنۍ اړيکي تنظيم کړي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل