پاکستان او افغانستان د امريکا په منځگړيتوب يو مهم تجارتي تړون لاسليک کړﺉ
۱۳۸۹ تیر ۲۸, دوشنبهتړون پرون د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزيري هيلري کلينټن اود پاکستان د صدراعظم، يوسف رضا ګيلاني په حضور کي د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د وزيرانو ترمنځ په اسلام آباد کي لاس ليک سو.
متحده ايالاتو دغه دواړه هيوادونه تشويق کړل ترڅو دغه تجارتي تړون چي څوکاله ورباندي خبري اتري وسوې، لاس ليک کړي.
د دغه تړون له مخه ددواړو هيوادونو ترمنځ ترانسپورتي او تجارتي محدويتونه د منځه ځي اودواړه هيوادونه يو د بل سره د تجارتي اړيکو د لا پراخولو دپاره همکاري کوي.
په وروستيوکليونوکي په افغاسنتان او پاکستان کي د طالب ياغيانو د زور زيايتو له امله د پاکستان او افغانستان تجارتي اړيکي سختي تاواني سوي دي.
دغه تړون چي د دواړو هيوادونو د کابينو له خوا بايد تصويب سي،په حقيقت کي د واشنګتن دپاره يو ستر ډيپلوماتي برياليتوب ګڼل کيږي، ځکه متحده ايالات غواړي چي د پاکستان او افغانستان سره نژدې اړيکي ولري ترڅويو د بل سره د تروريزم پر ضد مبارزه کي مرسته وکړي.
د تړون د لاس ليک کولو پر مهال د پاکستان او افغانستان دپاره د امريکا د متحده ايالاتو ځانګړي استازي، ريچارد هولبروک خبريالاتو ته وويل چي « دا د پاکستان او افغانستان د نژديوالي او د نوي دوستۍ ستره نښانه ده.»
د2001 لومړي کال څخه را په دي خواکله چي د امرکيا متحده ايالاتو په افغانستان کي د طالباانو رژيم نسکور کی، د کابل او اسالام آباد اړيکي وخت په وخت خړي پړي پاته سوي دي.
د جمهور رييس حامد کرزي حکومت په وار وار سره اسلام اباد تورن کړي چي د پاکستان د خاوري څخه طالبان په وسلو سبماليږي او افغانستان ته د جګړې دپاره استول کيږي.
اسلام آباد چي خپله هم د خپلو طالبانو له بغاوت سره لاس او ګرويان دی د کابل دا تورنه ردکړي دي.
د امريکاد متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري دغه راز دمخه له دي چي د کابل کنفرانس ته ورسېږي،په اسلام آباد کي د پاکستان د جمهور ريس آصف علي زرداري او د هغه له صدراعظم ګيلاني سره سره وليدل.
المانی خبري اژانس ليکي چي کلينټن په دې ليدنه کتنه کښي پاکستاني مشرانو ته څرګنده کړې چي متحده ايالات غواړي د تروريز ضد مبارزه کي د پاکستان سره اوږده همکاري ولري او ددې همکارۍ په بدل کي واشنګټن اسلام آباد ته د اوږدې مودې اقتصادي مرستو ژمنه وکړه.
تمه کيږي چي امريک به د پاکستان د پرمختيايي پروژو دپاره د 500 مليونه ډالرو دمرستي اعلان وکړي. البته داپیسې د هغو 1.5 ملیارده ډالرو يوه برخه ده چي،واشنګټن يې تر پنځو کلونو پور ي هر کال اسلام آباد ته ورکوي.
AG/ عبدالباري حکيم
کتونکی. زيارمل