پاکستان کې د څښاک نا پاکې اوبه میلیونونه وګړي ګواښي
۱۳۹۶ شهریور ۴, شنبهپه ځایي او نړیوالو رسینو کې دا موضوع توده ده چې په پاکستان کې پنځوس میلیونه خلک تر ځمکې لاندې د اوبو د ککړتیا له کبله احتمالا د آرسینک له مسموتیا، څخه اغیزمن کیدای شي. ارسینک زهر لرونکی جامد عنصر دی چې په طبیعي توګه تر ځمکې لاندې اوبو کې موندل کیږي.
د اوبو د چارو کارپوه عرفان چوهدري، د دویچه ویله له ځایي خبریال سره په خبرو کې ویلي دي چې په اوبو کې د آرسینک عنصر زیاتوالی د اندیښنې وړ موضوع ده. د هغه په خبره «زموږ هیواد کې د تازه اوبو د خوندي کولو اغیزمن قانون نه شته چې له کبله یې انساني او صنعتي فاضله مواد سیندونو او نهرونو ته غورځول کیږي، او دغه څه په ځمکه کې تر جذبیدو وروسته له اوبو سره ګډیږي. کله چې موږ تر ځمکې لاندې دغه اوبه استعمالوو نو زموږ روغتیا ته زیان رسوي.»
د نوموړي کارپوه په خبره په لاهور کې وضعیت تر ټولو خراب دی، ځکه چې په وینا یې صنعتي فاضله مواد پرته له کومو ځانګړو تدابیرو په «راوي» سیند کې اچول کیږي.
د عرفان چوهدري په خبره په پاکستان کې اوبه له برې خوا کښته بهیږي او په هندوستان کې بیاد اوبو بهیدل برعکس دي. نوموړی کارپوه زیاتوي چې له دې کبله د دوی په سیندونو کې له هنده هم چټلي ورګډيږي. عرفان چوهدري وایي چې په دې هکله باید هند او پاکستان له یو بل سره همکاري وکړي او پر دې سربیره د هیواد په دننه کې د قوانینو د سختولو اړتیا ده. دغه کارپوه وایی چې د ښوونځیو په تعلیمي نصاب کې هم باید د اوبو ککړتیا شامله کړی شي، څو د خلکو عامه پوهاوی زیات شي.
د اوبو د چارو د یو بل کارپوه سهیل علي نقوي، په آند د پراختیا سترې پروژې هم د اوبو د ککړتیا سبب ګرځي: «تاسو وګورئ، په لاهور کې هر لوري ته سړکونه جوړیږي. له همدې کبله د باران اوبه د ځمکې لاندې ته نه رسیږي.»
کارپوهان په دې آند دي چې د پاکستان حکومت د دغې ستونزې د حلولو له پاره کوښښ نه کوي. د هغوی په خبره په تیرو څلورو کلونو کې حکومت څو سترې پروژې پیل کړي دي خو د دې موضوع په هکله یې کومه ستره پروژه نه ده پېل کړې.
خو سیاستوال پر دې خبره ټینګار کوي چې هغوی د دغې ستونزې له حلولو سره لیوالتیا لري. سیاستوال او د پاکستان پيپلز ګوند سناتور تاج حیدر، د دویچه ویله ځایی خبریال ته ویلي دي چې دوی په تهر، کې د اوبو پاکولو دستګاوې لګولي دي. د هغه په خبره پر دې سربیره ځینې داسې پروګرامونه هم پیل شوي دي چې له مخې یې په اوبو کې د ارسینک، کچه راټیټه کړي. هغه په دې خبره اعتراف کوي چې په سندهـ ایالت کې د دغې ستونزې د حلولو له پاره کوم قانون نشته. د تاج حیدر په خبره دغسې قانون جوړول آسان دي، خو عملي کول یې ګران کار دی. د هغه په وینا دا د اړونده وزارت او ښاروالیو مسوولیت دي چې خلکو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي.
په اوبو کې د ارسینک د کچې د معلومولو له پاره یو ساده ټیسټ کیږي. د دغې ټیسټ له لارې سړی په آسانۍ سره کولای شي معلومه کړي چې په کومه سیمه کې د ارسینک کچه څومره ده.