1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: امريکا دي په پنځلسو ورځو کي شمسي اډه خالي کړي

۱۳۹۰ آذر ۶, یکشنبه

په مومند ايجنسۍ کي د تيري ورځي له پيښي څخه وروسته د پاکستاني کابيني د دفاعي کمېټي په بېړنۍ غونډه کي پريکړې سوې، چي امريکا دي په پنځلسو ورځو کي په هغه هيواد کي شمسي هوايي اډه خالي کړي.

https://p.dw.com/p/13Hwb
د پاکستان د پوځ مشران
د پاکستان د پوځ مشرانانځور: Abdul Sabooh

د امریکا متحده ايالات ددې اډې څخه د بې پيلوټه الوتکو د تم ځای له پاره کار اخلي. ددې اډې د بندولو پر سر د القاعدې د تروريستي شبکې د مشر اسامه بن لادن تر وژلو وروسته هم يو ځل بحث راپورته سوی وو، خو د امريکا له خوا پر پاکستان باندي د پوځي مرستو د بندولو تر اعلان وروسته دغه موضوع سړه سوه.

پاکستان دغه پريکړه وروسته له هغه کوي، چي تيره ورځ ناټو ځواکونو د افغانستان سر حد ته څيرمه پر دوو پوځي چوڼيو باندي په هوايي بريد کي ۲۵ پاکستاني پوځيان ووژل سول او ۱۴ نور ټپيان سوي دي.

د پاکستان کابينې د دفاعي کمېټې په دې غونډه کي پر يو لړ نورو مهمو موضوعگانو سر بيره پر دې هم پريکړه سوې، چي په افغانستان کي ناټو ځواکونو ته اکمالاتي لاره به هم بندوي.

دغه غونډه چي د پاکستان د لومړي وزير يوسف رضا گيلاني په مشرۍ راغوښتل سوې وه، پکښي د پوځ لوړ پوړو جنرالانو هم گډون کړی و.

که څه هم پاکستان هر وخت امريکا او نورو هيوادونو ته د غوښتني لاسونه ور غځولي دي، خو د دفاعي کمېټې په غونډه کي د نورو پريکړو تر څنګ دا خبره هم سوې ده چي د خودمختارۍ سودا بازۍ به هيڅ کله ونه کړي.

په دي غونډه کي چي د پوځ سرلښکر او د ځمکني، هوايي او سمندري ځواکونو مشرانو هم ګډون کړى وو، پردې هم خبري سوي دي، چي دا کړنه هيڅ غلطي نه ده، بلکي دا قصدي کاردئ.

د پاکستاني پوځ وياند جنرال اطهرعباس په غونډه کي ويلي دي، چي دغه سيمه له هر ډول ترهګرو څخه پاکه ده، دده په خبره دلته د هيڅ ډول عملياتو اړتيا نه سته.

دفاعي کمېټې دغه پريکړه هم کړې ده چي په افغانستان کي د ايساف او ناټو ځواکونو له پاره د هر ډول لوجيستيکي مالونو پر تيرولو به د پاکستان لاره بنده کړي.

حبيب الرحمن تاثير/ کوټه

کتونکی: نجيب الله زيارمل