1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان افغاني غالۍ د خپل صنعت په نوم وړاندي کوي

۱۳۹۰ اسفند ۲۱, یکشنبه

د افغانستان په شمال کي د غاليو صنعت کاران شکايت لري چي د هيواد ۷۰ سلنه غالۍ په غير قانوني توگه پاکستان ته قاچاقيږي او له هغه ځايه د پاکستان صنعت په نوم په نړیوالو بازارونو کي پلورل کيږي.

https://p.dw.com/p/14J6l
انځور: picture-alliance/dpa/dpaweb

د افغانانو په لاس جوړي شوي غالۍ د نړۍ په بازارونو کي ځانګړی ځای لري او په دې وروستیو کي د دوبی د لاسي صنايعو په نندارتون کي افغاني غالیو د نړۍ د۸۰ هیوادونو ترمنځ لومړی ځای خپل کړ.

خو هغه څه چي د غالیو د تولیدوونکو او صنعت لرونکو اندیښنې راپارولي دي، هغه پاکستان ته د افغاني غالیو قاچاق دئ.

د افغاني غالیو تولیدوونکي او سوداګر په مزارشریف کي راټول سوي دي او خپله اندېښنه ئې دولتي چارواکو ته وړاندي کړې ده.

په شمال زون کي د غالیو د تولیدوونکو اتحاديې مشر عبدالستار بیک زاده وايي چي پاکستان ته د غاليو غيرقانوني لېږد اندېښمن کړی دئ. دده په خبره چي اوس مهال افغان غالۍ په غیر قانوني توګه پاکستان ته قاچاقيږي او له هغه ځايه د پاکستان د صنعت په نوم د نړۍ په بازارونو کي پلورل کیږی:

«زموږ۷۰سلنه غالۍ اوس قاچاقیږي او دغه لړۍ اوس هم روانه ده، کله چي ددولتي ادارو او بهرنیو موسسوهمکاري نه وي موږ نشو کولای چي دغه صنعت ته نوره هم وده ورکړو.»

ښاغلی بیک زاده زیاتوي چي اوس مهال هر کال یو میلیون او۵۰۰ زره متره مربع غالۍ په هیواد کي تولیدیږي، خو که پاکستان ته د افغاني غالیو د قاچاق مخه ونه نیول شي، افغان غالۍ به د نړۍ په بازارونو کي خپل شهرت له لاسه ورکړي:

«زه تاسوته اطمینان درکوم چي دغه لړۍ که همداشان دوام ومومي زموږ غالۍ به ختمي شي ، او نور به نو بيا هغه نوم را پاته نه وي چي اوس ئې د ۸۰ هيوادونو تر منځ لرو.»

دغه راز د بلخ ولایت دغالیو صنعت کاران د بازار له نشتوالي څخه هم سرټکوي. په مزارشریف کي د کورنیو غالیو يو دوکاندار حاجي عبدلاحد وايي:

«زموږافغاني غالۍ اوس هیڅ بازار نه لري، له ترکيې او ایران څخه راوړل سوو غاليو بازار سخت خراب کړی دئ او بیه هم ډېره ټیټه ده. زموږغالۍ اودونکي هم ددې له پاره چي دلته زبازار نشته پیښورته ځي اوهلته خپل دغه شغل ته دوام ورکوي.»

غالۍ چی د افغانستا له ملي صنعت څخه شمیرل کیږي، په فاریاب، جوزجان، بلخ او کندوز ولایتنوکي اودل کیږي په زروو کورنۍ ددغه لاري ډوډۍ پيدا کوي.

عبدالحميد صافی/ مزارشريف
کتونکی: نجيب الله زيارمل