پاکستان ادعا کوي چې له افغانستانه توغول شوي راکټ مرگ ژوبله اړولې
۱۳۸۶ اردیبهشت ۷, جمعهاعلان
تر اوسه پورې نه ده جوته چې چا د شمالي وزيرستان په سيدگي کلي کې دغه بريد تر سره کړی دی. نوموړی کلی له افغان پولې څخه د درې کيلومېترو په واټن کې پروت دی. په اسلام آباد کې چارواکي ادعا کوي چې چاودنه هغه مهال رامنځ ته شوه چې مړو او ژوبل شويو کسانو پخپله چادېدونکي مواد کارول او غوښتل يې چې بمونه جوړ کړي. خو د پاکستان د څارگرې ادارې دوه تنه ځايي کارکونکي وايي چې چاودنه د توغنديو د بريد په نتيجه کې رامنځ ته شوه. د امريکا په مشرۍ د ايتلافي ځواکونو وياند دغه پېښه نه ده تائيد کړې او وايي چې په دې اړه معلومات نه لري.