پاکستان اته تنه نور طالب بنديان آزاد کړل
۱۳۹۱ دی ۱۲, سهشنبهد پاکستان يوه چارواکي د خپل هويت د نه معلومولو په شرط د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي «څلور طالب بنديان آزاد سوي دي.» دغه پاکستاني چاروکي اجازه نه درلوده چي رسنيو ته معلومات ورکړي.
هغه زياته کړه چي: «په آزاد سوو کسانو کي د طالبانو د وخت د عدليې وزير، ملا نورالدين ترابي او په هلمند کي د هغوي د هغه وخت والي عبدالباري هم شامل دي.
خو د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې وينا پاڼه کي راغلي دي، چي د دغه هيواد له زندانونو څخه يې اته تنه طالب بنديان آزاد کړي دي.
دوو نورو سرچينو چي د پاکستان په شمال لويديځ کي له طالبانو سره نژدي تړاو لري، د فرانسې خبري آژانس ته د دغه خبر تاييد کړی دی، خو وويل، چي د طالبانو لوړ پوړی قوماندان ملا عبدالغني برادر په آزاد شوو کسانو کي شامل نه دی.
په آزاد شوو کسانو کي، پرملا عبدالباري او ملا نورالدين ترابي سربير د هغه وخت د مخابراتو وزارت مرستيال ملاالله داد طبيب د ملامحمد عمر ساتونکی ملا اعظم د کابل والي ملا داود جان او ميراحمد گل نومونه روښانه شوي دي.
ملا برادر په۲۰۱۰ کال کي ونيول شو او له تر دې مخکي پاکستاني چارواکي وويل چي په دې اړه يي تراوسه پوري کوم تصميم نه دی نيولی.
ويل شوي دي، چي د ترابي روغتيايي وضعيت ښه نه دی. د ملگرو ملتو د ويبپاڼي د معلوماتو له مخي هغه د۲۰۰۹ کال په نيمايي کي په افغانستان کي د طالبانو د قوماندان په توگه وټاکل شو او په دي وخت کي هغه د طالبانو د مشر ملا محمد عمر مرستيال هم وو.
چارواکي وويل، چي پاکستان په تيره مياشت کي نهه تنه افغان طالبان له زندان څخه خوشي کړل.
افغان چاروکي په دې نظر دي چي د پاکستان له بند څخه د طالب مشرانو له ازادولو سره کيداي شي چي د افغان حکومت او ياغيانو تر منځ يوولس کلني جگړې ته د پای ټکی کښېښودل شي.
په ۲۰۱۴ کال کي د ناتو تر مشرۍ لاندي ټول نړيوال ځواکونه له افغانستان څخه وځي. پاکستان چي له ۱۹۹۶ کال څخه تر۲۰۰۱ کاله پوري په کابل کي د طالبانو د رژيم ملاتړ کاوه له افغانستان څخه د ناتو ځواکونو تر وتلو وروسته د سولي په پروسه کي مهم نقش لوبوي.
طالبانو له هغه وخت راهيسي چي د امریکا متحده ايالاتو په مشرۍ نړيوالو ځواکونو(۲۰۰۱ کال) په افغانستان کي د دوی رژيم نسکور کړ، له افغان حکومت سره په مستقيمه توگه د سولي له خبرو اترو څخه ډډه کړې ده.