پاکستان اته تنه طالبان له زندانه آزاد کړي دي
۱۳۹۱ آبان ۲۶, جمعهاعلان
افغان چارواکو خبر ورکړی دی چې پاکستاني مقاماتو اته تنه طالب بندیان له زندان څخه آزاد کړي دي او په دې راضي شوي دي چې یو شمیر نور بندیان به هم په راتلونکې کې د سولي پروسې د پرمختگ له پاره آزاد کړي.
د اسوشییتد پریس د راپور پر اساس په راتلونکې کې د آزادیدونکو بندیانو په لست کې د طالبانو د وخت د عدلیې وزیر نوم هم اخیستل کیږي. د پنجشنبې په ورځ درې تنو افغان چارواکو چې اسلام آباد ته یې د سولې د عالي شورا د پلاوي له سفر سره نزدې تړاو درلود هم د پاکستان د دغه اقدام پخلی کړی دی. دغو سرچینو د نوموړي موضوع د حساس والي له امله د نوموړي خبري آژانس سره د نوم د نه بربنډولو په شرط خبري کړي دي.