1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان آسترالیا ته ماتې ورکړه

دویچه ویله/ سید ریاض۱۳۹۳ فروردین ۳, یکشنبه

د کرکیټ د شل اووریزو سیالیو په نړیوال جام کې په یوې زړه پورې سیالۍ کې پاکستان آسترالیا ته په ۱۶ منډو ماتې ورکړه. ټاس یا پچه آسترالیا وگټله او پاکستان ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه. دغه سیالۍ په بنگله دیش کې تر سره کیږي.

https://p.dw.com/p/1BUaF
انځور: Reuters

پاکستان لومړی منډو جوړولو ته ملا وتړله او د پنځو لوبغاړو په سوځیدو یې د آسترالیا لوبډلې ته د ۱۹۲ منډو هدف وټاکه. که څه هم د پاکستان د لوبې پيل ښه نه وو، او لومړی لوبغاړې احمد شهزاد، هغه وخت وسوځید چې پاکستان یوازې ۷ منډې جوړې کړې وې. د پاکستان کپتان عبدالحفیظ هم ښه لوبه و نه کړه او یوازې د ۱۳ منډو په جوړولو سره وسوځید.

خو تر هغې وروسته عمر اکمل او کامران اکمل ډیره ښه لوبه وکړه. عمر اکمل په ۲۸ توپونو پنځوس رنزه وکړل او کامران اکمل بیا په ۳۱ توپونو ۳۱ منډې جوړې کړې او د کولتر نائل پر توپ باندې وسوځید. د دواړو په شراکت کې د پاکستان په منډو کې ۹۶ منډې ورزیاتې شوې. څلورم لوبغاړی صهیب مقصود وو چې تر پنځو منډو جوړولو وروسته وسوځید. عمر اکمل د ۹۴ منډو جوړولو وروسته وسوځید. دا په شل اووریزو لوبو کې د عمر اکمل تر ټولو زیاتې منډې وې. شاهد افریدي ۲۰ منډې جوړې کړې او ناسوځیدلی پاتې شو.

تر هغې وروسته آسترالیا د ۱۹۲ منډو د پوره کولو په تعقیب بېټنگ یا توپ وهنه پیل کړه. خو د آسترالیا پيل هم ښه نه وو. کله چې د آسترالیا لومړنی لوبغاړی وارنر، وسوځید نو آسترالیا یوازې څلور منډې جوړې کړې وې. په اتو مجموعي منډو وائسن هم وسوځید. دغه دواړه لوبغاړي ذوالفقار بابر، وسوځول.

تر هغې وروسته فنچ او میکسویل ډیره ښه لوبه وکړه. میکسویل پر ۳۳ توپونو ۷۴ منډې جوړې کړې. دی د شاهد آفریدي په توپ کیچ آوټ شو او کیچ یې احمد شهزاد واخیست.

خو د لوبې پله هغه وخت واوښته، چې پاکستاني بالر یا توپ اچونکي سعید اجمل فنچ وسوځاوه. فنچ ۶۵ منډې جوړې کړې وې. تر هغې وروسته هیڅ کوم آسترالیایي بېټسمېن د پاکستاني بالرانو پر وړاندې ټینگ نه شو او ټول لوبغاړې یې یو په بل پسې ژر ژر وسوځیدل او د شلم اوور په وروستي توپ د آسترالیا وروستی لوبغاړی هم وسوځید او د آسترالیا ټوله لوبډله د ۱۷۵ منډو په جوړولو وسوځیده.