1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستانۍ نرساني: د روغتیا د څانگي محرومه طبقه

عصمت جبین/ سيد رياض۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۰, دوشنبه

د نړی په هر گوټ کې د روغتیا پالني څانگې له پاره د نرس یا قابلې دنده هغومره اړینه گڼل کیږي، لکه د ژوندي پاتېدو له پاره د ساه اخیستل. خو په پاکستان کې د دغې څانگې کارکوونکي تر ټولو محرومي طبقه شمیرل کیږي.

https://p.dw.com/p/1IkBx
انځور: DW/Ismat Jabeen

په پاکستان کې د مسلکي نرسانو یا قابله گانو لویه برخه ښځې دي. په دغه څانگه کې که څه هم د نارینه وو شمیر ډیر لږ دی، خو کومه ناممکنه خبره نه ده. په پاکستان کې د نرسنگ څانگې یوه بله ځانگړنه دا ده چې د دغه هیواد د عیسوي مذهبي لږکيو شمیر پکښې زیات دی، په ځانگړې توگه د ښځینه نرسانو. ښایي په پاکستان کې داسي روغتون نه وي، چې هلته دي يوه عیسوي مذهبه نرسه کار ونه کړي.

د گرانۍ په دې وخت کې په پاکستان کې د یوې عادې نرسې اوسط معاش له پنځلسو زرو څخه تر پنځویشتو زرو کلدارو پوري دی. خو په حکومتي روغتونونو کې د هغو نرسانو چې ډیره موده یې کار کړی وي تنخوا بیا تر پنځوسو زرو کلدارو هم وي.

دا په داسې حال کې ده چې په شخصي روغتونونو کې د حکومتي روغتونونو په پرتله د نرسانو معاشونه په څرگند ډول کم وي. د دې یو علت د بې روزگارۍ لوړه کچه او په هر ښار کې قدم پر قدم په جوړو شوو روغتونونو کې له دغه مسلک سره د تړلو کسانو استثمار.

د پنجاب ایالت د سیالکوټ ښار اوسیدونکې نسیم اختر علوي، له تیرو ۲۵ کلونو راهیسي نرسه ده. هغه د اسلام آباد په «پمز» نومې روغتون کې د لويي نرسي په توگه کار کوي. هغه کونډه ده او د دوو ماشومانو مور ده. هغه له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي:

«اوس زما تنخواه پنځوس زره کلدارې ده. نور امتیازات چې ورسره گډ شي، نو معاش مې زیاتیږي. خو د یوې عادي نرسې تنخواه تر دې ډیره کمه وي. د شپې ویښ پاتېدل آسانه کار نه دی. هر نرس باید په میاشت کې اووه واري د شپې نوکریوالي وکړي. خو له بده مرغه نرسې ته د شپې له خوا د نوکریوالۍ امتیاز هم نه ورکول کیږي.»

د اسلام آباد په یوه بل روغتون کې سسټر شمیم شموئیل د «هېډ نرس» یا مشري نرسي په توگه له ۲۸ کلونو راهیسې کار کوي. هغه له عیسوي مذهبه ده. هغې له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي: «د حکومتي روغتونونو په پرتله په شخصي روغتونونو کې د کارکوونکو نرسانو تنخواه په څرگند ډول کمه ده.» د هغې په خبره په حکومتي روغتونونو کې د امتیازاتو او د وخت په تیریدو سره د رتبې د ترفېع له کبله په معاشونو کې ښه والی راځي، خو په شخصي څانگه کې نرسانې د بېلابېل ډول یو استثماري حالت سره مخامخ وي.

هغې وويل چې ستونزي په ټولو دندو کې وي، د نرسنگ په برخه کې هم شته. د میرمن شموئيل په خبره پخوا په پاکستان کې دغه مسلک ښه نه گڼل کیده، خو اوس د لوستي کچي په لوړیدو سره د خلکو په فکر کې بدلون راغلی او په ښه سترگه ورته گوري.

په پاکستان کې څومره کسان د نرسنگ دنده لري؟

په «پمز» روغتون کې د نرسنگ سټاف ایسوسي ایشن مشر شریف خټک له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي چې د «پاکستان د نرسنگ کونسل» د معلوماتو له مخې شا او خوا ۸۰ زره نرسان له دوی سره راجستر دي. په دې کې سړي هم شته، خو لویه برخه یې ښځي دي. یوازې د اسلام آباد په پمز روغتون کې تر۶۰۰ زیات نرسان کار کوي، چې ۵۳۰ یې ښځې او ۷۴ نارینه دي.

د شریف خټک په خبره په دغه څانگه کې د ښځو په پرتله د نارينه وو تناسب ځکه کم دی چې د نارینه نرسانو له پاره یوازې پنځه سلنه سهمیه ایښول شوې وه، بیا هغه لس سلنه شوه خو اوس هم په دغه څانگه کې د ښځو شمیر ډیر دی. هغه دا شکایت هم وکړ چې چارواکي د نرسنگ سټاف یا مامورینو غوښتنې له ډیرې مودې راهیسې نه مني.

د نرسنگ مسلک په هکله ډیر پاکستانیان په دې نه دي خبر چې هر کال د می میاشتې پر ۱۲ نېټه د نرسانو نړیواله ورځ لمانځل کیږي.

په پاکستان کې سږ کال د امنیتي دلایلو له کبله د می میاشتې پر اتمه د دغې ورځې د لمانځل کیدو پریکړه وشوه، خو اوس یو وار بیا ویل شوي دي چې دغه ورځ د نورې نړې په څیر په پاکستان کې هم د اپریل پر ۱۲ لمانځل کیږي.