1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستانۍ محکمې پر مشرف د سفر کولو محدودیت له منځه یوړل

مسعود جهش (AFP, dpa)۱۳۹۳ خرداد ۲۲, پنجشنبه

په کراچۍ کې یوې محکمې د پاکستان حکومت ته امر کړی دی چې د دغه هیواد پر پخواني لومړي وزیر پرویز مشرف، د سفر کولو محدودیت له منځه یوسي. مشرف له ۲۰۱۳ کال راهیسې د خیانت په تور نظر بند دی.

https://p.dw.com/p/1CHKu
انځور: picture-alliance/AP

د پنجشنبې د ورځې پریکړه به مشرف ته د دې امکان ورکړي چې له پاکستان څخه بهر سفر وکړي. هغه په پاکستان کې د خپلې ولسمشری پر مهال پر خیانت تورن دی. که پر هغه باندې دغه تور ثابت شي نو کیدای شي چې آن د مرگ سزا ورته واورول شي.

مشرف تر دې مخکې هم په اسلام آباد له یوې محکمې څخه غوښتي وو چې پر هغه باندې د سفر کولو بندیز له منځه یوسي ترڅو هغه وشي کولای په دوبۍ کې خپله مور وویني. خو د پاکستان حکومت د مشرف دغه غوښتنه رد کړې وه.

د کراچۍ د محکمې پریکړه به ۱۵ ورځې وروسته عملي بڼه غوره کړي، له دې سره نو اسلام آباد د دې چانس لري چې د دغې پریکړې پر ضد عریضه وکړي.

پرویز مشرف په ۱۹۹۹ کال کې د نواز شریف پر وړاندې تر کودتا کولو وروسته د پاکستان واک په لاس کې ونیوه. د پوځ دغه پخوانۍ جنرال بیا په ۲۰۰۸ کال کې استعفأ کولو ته اړ شو او په لندن او دوبۍ کې یې د تبعید ژوند پیل کړ. مشرف په ۲۰۱۳ کال پاکستان ته ستون شو چې په ټاکنو کې گډون وکړي، خو هغه پاکستان ته تر راتلو وروسته په بیلا بیلو تورونو محکومو ته کش او نظر بند شو.

پر مشرف باندې د خیانت تورونه له دې کبله لگول کیږي چې هغه په ۲۰۰۷ کال کې په پاکستان کې د اضطراري حالت له اعلانونو سره د دې هیواد اساسي قانون د تعلیق حالت ته راوست او د سترې محکمې مشر یې هم له دندې گوښه کړ. پر دې سربیره پر مشرف باندې د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بې نظیر بوټو، د وژل کیدو په قضیه کې د قتل تور هم لگول شوی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب