1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
رسنۍ

پاکستانی چای والا په فلمونو کې کار کولو سره لیوالتیا نه لري

۱۳۹۵ مهر ۳۰, جمعه

ارشد خان، ۱۸ کلن پاکستانی ځوان، چې په وروستیو وختونو کې د خپل یوه انځور له کبله ډیر مشهوره شو، وایي په فلمونو کې د کار کولو اراده نه لري.

https://p.dw.com/p/2RVyq
Arshad Khan
انځور: Reuters/F. Mahmood

ارشد خان په ډیر کم وخت کې د ټولنیزو رسنیو له لارې ډیر زیات شهرت ترلاسه کړ. هغه دغه شهرت په انستاګرام ټولنیزه پاڼه کې یوه شریک شوي انځور له کبله خپل کړ. دغه پښتون ځوان په پاکستان کې چای پلوره، خو اوس ډیر کم داسې کسان شته چې د هغه نوم یې نه وي اوریدلی او پر تلویزیون یې د هغه انځور نه وي لیدلی. اوس راشد خان په پاکستانی چای والا مشهوره شوی دی.

Arshad Khan
راشد خان د دغه انځور له کبله ډیر مشهوره شوانځور: Getty Images/AFP/F. Naeem

خان چې شنې سترګې، وچه تنه او باریکه بریتان لري، د خپل ناڅاپي شهرت په اړه وایي: «هر څه یو دم وشول. »

پاکستاني ځایي رسنیو ویلي دي چې خان ته د مادلینګ او په فلمونو کې د کار وړاندیزونه شوي دي، خو دی وایي چې له دې کار سره لیوالتیا نه لري: «ما په فلمونو کې د کار کولو په اړه فکر نه دی کړی ځکه تر اوسه پورې کوم چا زما په کورنۍ کې دا کار نه دی کړی.»

خان ویلي دي: «په فلمونو کې کار کول، باعزته مسلک نه دی. پښتانه تل باعزته کار کوي. که ما ته کوم پاک او له عزته ډک کار پیدا شي، نو زه به یې وکړم.»

خو که خان په فلمونو کې له کار سره لیوالتیا هم ولري، نو ښايي د هغه له پاره په پاکستان کې ډیر څه د کولو له پاره نه وي. د هندوستان سینما، د هغه له پاره یو بل انتخاب دی، خو په وروستیو وختونو کې د اسلام آباد او نوي دهلي تر منځ د اړیکو د خرابیدو له کبله پاکستاني هنرمندان د دې هیواد په فلمونو کې د کار ډیر چانسونه نه لري.

Arshad Khan
اوس ډیر شمیر کسان له راشد خان سره انځورونه اخليانځور: Reuters/F. Mahmood

خان وایي چې په هر حال له خپل ناڅاپي شهرت څخه خوند اخلي: «زه اوس پوه شوم چې ډیر ښایسته یم. ډیر خلک راځي چې له ما سره انځورونه او ویدیوګاني واخلي.»

پر وروته موضوع زموږ له آرشيف څخه(14.06.2016):