1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستانی ولسمشر مسکو ته ځي

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۱, چهارشنبه

د اسامه بن لادن له وژلو یوه اونی وروسته آصف علي زرداري چی په خپل هیواد کی د القاعدی د شبکی د مشر د هستوګنی له امله د خپلو متحدینو او خلکو تر فشار لاندی دی، روسیی ته سفر کوی. د ماسکو او اسلام اباد اړیکی له دی مخکی سړی وی

https://p.dw.com/p/11Dqn
د پاکستان ولسشمر اصف علی زرداری
د پاکستان ولسشمر اصف علی زرداریانځور: AP

د روسيي ولسمشر ديمتري ميدويدف به د پنجشنبي په ورځ د کريملين په ماڼي کي د زرداري هرکلي وکړي. چيري چي د دواړو هيوادونو چارواکي دي ته سترګي په لار دي چي د کرهنی، هوا نوردي او د انرژي په برخو کي به دهمکاريو تړونونه لاسليک کړي.

په مسکو کي د پاکستان د سفارت وياند راجه عبدالقيوم وویل : « په اقتصادي برخو کي همکاري به د دي سفر اصلي ټکي وي.»

د زرداري دغه دري ورځني سفر د القاعدي د ډلي د مشر چی له لسو کلونو را په دی خوا یی لټون روان ؤ په پاکستان کی تر وژل کيدو وروسته یو بهرني هيواد ته لمړني سفر دي.

کريملن د بن لادن وژنه « د نړيوال تروريزم په خلاف جګړه کي یو مهم برياليتوب» وګاڼه. خو اسلام آباد که څه هم رسما د اسامه د وژل کیدو هرکلی کړی، د هغه په خاوره کی د پوځ او استخباراتو د خبرتیا څخه پرته د امریکایانو دغو عملیاتو په غوسه کړی دی.

په پام کي ده چي په دي سفر کي به زرداري د مسکو څخه د باندي د يو پرمخ تللي تکنالوجي د مرکز سر بيره د تزاری روسیی د امپراطوری له پخوانی پلازميني سينټ پيټرس برګ څخه هم ليدنه وکړي.

د روسيي خبري اژانس ايتار تاس سره په يوه مرکه کي زرداري هيله څرګنده کړي چي د ده دغه سفر به دوه اړخيزه اړيکو ته نوي ساه ور وبښي.« زه روسي ته د خپل سفر څخه ډيري څه ته سترګي په لاريم.» هغه زياته کړه « زه پدي هيله يم چي د دغه سفر په ترڅ کي به د دواړو هيوادونو په اړيکو يو نوي پرمختګ وشي.» زرداري د دواړو هيوادنو تر منځ اقتصادي او سياسي اړيکي د یو بل په ګټه بللي دی.

له دی مخکی مسکو ته د پاکستان د يو ښه ملګري په سترګي نه کتل کیده، ځکه چي مسکو د پاکستان د دښمن هندوستان سره ډيري ښي اړيکي لري.

د 1980 م کال په لسيزه کي د پاکستاني استخباراتي شبکي د مجاهدينو څخه له ملاتړ په سر هم د دواړو هيوادونو ترمنځ ليروالي موجود دي.

روسيي او پاکستان د سيمه ايزو اقتصادي پروژو د پرمختګ غوښتنه کړي وه. او همدا راز دواړه هيوادونه د هغه همکاريو د بيا پيليدو غوښتنکي شوي دی چي د پخواني شوروي اتحاد په وخت کي د سيمي د هيوادونو تر منځ موجودي وي.

دغه خبري تيرکال په روسيه کي په يوي غونډي کي شوي وي. په دغه غونډه کي د دغه دواړو هيوادونو سربيره افغانستان او تاجکستان هم ګډون درلود. دغه څلور واړو هيوادونو په دغه غونډه کي پدي هو کړه کړي وه چي ګډي اقتصادي پروژي د سيمي د ثبات په لور مرسته کوي.

ديوي اقتصادي ورځپاڼي په حواله روسيي ته د زرداري د سفر اصلي موخه د 450 ميلونه يورو د يوي ابتدايي تړون لاسليک کول دي چي په هغه کی په پاکستان کي د روسيي په مټ د اوسپنی دی یوی جوړی شوی فابريکي بيا نوي کول هم شامل دي.

اژانسونه/ سيد رياض

کتونکي: عبدالباری حکيم