پاکستانی وزير د حساسو دفاعي معلوماتو په بربنډونه تورنيږي
۱۳۹۵ آبان ۸, شنبهد پاکستان د اطلاعاتو وزير پرويز رشيد له دندې ليري کړل سوی دی. دا د هغه څخه وروسته چي د روانې مياشتي په پېل کي يوې ورځپاڼي د پاکستان د حکومت او د پاکستان د پوځ تر منځ د اختلافاتو په تړاو معلومات خپاره کړل.
د دغه وزير د له دندې ليري کېدو خبر د پاکستان د لومړي وزير نواز شريف دفتر ورکړی دی.
د پرويز رشيد د وزارت څخه دوو منابعو د رايټرز خبري آژانس ته ويلي چي دغه وزير د ملي دفاع پر حساسه موضوع د يوې ورځپاڼي د راپور په تړاو د پلټنو د پوره کېدو پوري له دندې پر شا سوی دی.
دغه پلټنه د دې له پاره تر سره کيږي چي ايا پرويز رشيد دغې ورځپاڼي ته ياد معلومات ورکړي ول که څنکه. دغې مجلې د پاکستان د ملي دفاع د شورا د يوې حساسي غونډي تفصيلات خپاره کړي ول.
د لومړي وزير نواز شريف له دفتر څخه په خپره سوې اعلاميه کي راغلي چي «د اطلاعاتو له وزير څخه غوښتنه سوې چي له خپلي دندې پر شا سي تر څو پلټنې په آزاده او تفصيلي توګه ممکنه سي.»
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (20.05.2016):