1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستانی مهاجر: مونږ سره يې د حيواناتو په څیر سلوک کاوه

۱۳۹۵ اسفند ۱۵, یکشنبه

پاکستانی مهاجر شاهد خان وايي چې اروپايي اتحاديې ته د داخليدو په مقصد يې يو ځل د هنګري له پولې د اوښتو هڅې هم کړي دي. هغه وايي په سرحد کې تر نيول کيدو وروسته د هنګري سرحدي ځواکونو لخوا سخت وهل ټکول شوی دی.

https://p.dw.com/p/2YfTm
Ungarn - Grenzzaun gegen Flüchtlinge und Migranten
انځور: Reuters/L. Balogh

که څه هم ۲۲ کلن شاهد خان په دې توانيدلی چې له پاکستانه خپل ځان تر ختيځې اروپا ورسوي، خو هغه لا تر اوسه هم خپل هغه ارمان ته چې په آلمان يا د لويديځې اروپا په يو بل هيواد کې به د ښې راتلونکې لپاره نوی ژوند پيلوی، ندی رسيدلی.

شاهد خان اسوشتيد خبري آژانس سره په مرکه کې ويلي دي چې تر اوسه یې يو ځل د هنګري له پولې څخه د تيريدو کوښښ هم کړی دی. د هنګري او صربيا تر منځ پر ګډو پولو د پوله ساتونکو لخوا سخت کنترول او ګزمې ترسره کيږي.

د شاهد خان په وينا کله چې ده غوښتل له يو شمير نورو مهاجرو سره له دغې لارې د اروپايي اتحاديې غړو هيوادونو ته داخل شي پوله ساتو پوليسو لخوا وليدل شو. هغه وايي چې تر ليدو وروسته يې د تيښتې هڅه وکړه خو پوليسو هغه د تعليمي سپيو په مرسته ونيوه چې له هغې وروسته يې شکنجه هم کړ.

شاهد خان وايي: « کله چې هغو زه وهلم نو تر څنګ به يې په اوچت آواز خندل هم. يو شمير پوليسو به د وهلو پر وخت په خپلو موبايلونو سيلفي عکسونه هم اخيستل.»

دغه پاکستانی مهاجر وايي له هغه وخته چې هنګري پر خپلو سرحدونو کنترول سخت کړی دی، په سربيا کې د هغه په شان د ګڼ شمير بند پاتې شويو نور مهاجرو ژوند ډیر سخت شوی دی. هغه وايي دا ټول هغه مهاجر دي چې په خپلو هيوادونو کې يې د جګړو يا فقر له وجې اروپا پر لور مهاجرت ته اړ شوي دي.

شاهد خان او په زرونو نورو مهاجرو اوس د صربيا په بندري علاقه سبوستيا کې په زړو ودانيو کې ژوند کوي. د ارقامو له مخې اوس مهال په سربيا کې له ۷۰۰۰ څخه زيات بند پاتې شوې مهاجر ژوند کوي، دوي دغه ځای کې د انتظار ژوند په دې مقصد تيروي چې يوه ورځ به د هنګري او کروشيا له سرحدونو څخه اوړي او ځانونه به لويديځې اروپا ته ورسوي.

په هنګري کې د ښې اړخې ګوند چې د مهاجرو ضد سیاست لري حاکم دی. دغه حکومت په ۲۰۱۵ کال کې صربيا سره خپلې ګډې پولې د مهاجرو پر مخ وتړلې. سربيره پر دې، د هنګري حکومت انديښنه لري چې په روان کال کې به ډیر شمير مهاجر بيا هڅې وکړي چې له پولو څخه ورواوړي، په همدې دليل حکومت پر پولو د نويو سيمې ديوالونو يا پنجرو د نصبولو پريکړه کړې ده.

د دغه لس کيلومتره سيمې ديوال په اوږدو کې د کنترول او نظارت په موخه، د امنيتي پرمختللو کمرو څخه علاوه نور کشفي وسايل هم نصب شوي دي. د بشر حقونو څخه د دفاع سازمانونو د هنګري هيواد پر دغو اقداماتو باندې نيوکې کړي دي.

شاهدخان پر هنګري، د اروپايي اتحاديې د غړي يو هيواد په توګه، د هغه د مهاجرت پر سياست نيوکه کوي. هغه وویل: « هغوي مونږ سره د حيواناتو په څیر سلوک کاوه، آخر مونږ هم انسانان يو.»

په ۲۰۱۵ کال کې د بالکان هيوادونو له لارې په سلونو زره مهاجر اروپا ته په سلونو زره مهاجر راغلل. حکومتونو لخوا د لارو تر بنديدو وروسته، ګڼ شمير مهاجر تر اوسه له پولو هاخوا په صربيا او بلغاريا په شان هيوادونو کې بند پاتې دي.

په ۲۰۱۶ کال کې اروپايي اتحادېې له ترکېې سره د مهاجرت موضوع اړوند تړون لاسليک کړ. د دغه تړون تر عملي کيدو او د بالکان سيمې هيوادونو لخوا د مهاجرو پر مخ د لارو تر بنديدا وروسته اروپا ته تلونکې غيرقانوني مهاجرو د ليبيا له سواحلو څخه د مديترانې سمندرګې له لارې د ايټاليا ټاپوګانو پر لور سمندري لاره غوره کړه. تير کال پر دغې لاره اوبو کې د ډوبيدو له امله شاوخوا پنځه زره مهاجر مړه شول. ملګرو ملتونو ۲۰۱۶ کال د مهاجرو تر ټولو مرګونی کال ياد کړی دی.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (08.02.2017):