پاکستاني چارواکی د پوځي اډي د ځاي پر بدلول غور کوي
۱۳۹۰ خرداد ۴, چهارشنبهپاکستاني چارواکو د چهارشنبي په ورځ ؤويل چي پر دي خبري غور کوي چي ايا د سمندري ځواکونو هوايي اډه د طالبانو د بريد وروسته کوم بل ځاي ته انتقال کړي او که نه.
د تيري يکشنبي په ورځ د پاکستان په لوي ښار کراچي کي طالب جنګياليو د سمندري ځواکونو په هوايي اډي بريد يو خونړي بريد تر سره کړ چي په پايلي کي يي دوه جنګي الوتکي له منځه لاړي او 10 تنه هم ؤوژل شول.
د 2009 کال د اکتوبر په مياشت کي په راولپنډي کي د پوځ د مرکزي مقر څخه د بريد وروسته دا په يوه پوځي اډه دوهم بريد وو.
کله چي د 17 ساعتونو وروسته دغه حمله په شاه وتمبول شوه د پاکستان د سمندري ځواکونومشر، نعمان بشير، دا خبره وکړه چي د دغه ځايي څخه د اډي بل ځاي ته انتقالول شوني کار وو.
د سمندري ځواکونو وياند، قوماندان سلمان علي په دي هکله وويل: « کله چي د مهران پوځي اډه 36 کاله د مخه جوړه شوه د استوګن ځايونو څخه لري وه. اوس دغه اډه د څلورو خواو څخه استوګن ځايونو په خپل منځ کي را ګيره کړي ده چي د امنيت خطر يي هم څو چنده ډيرشوي.»
د کراچي ښار د پاکستان تر ټولو لوي او صنعتي ښار دي، د دغه ښار د بندر څخه په افغانستان کي د ناټو ځواکونو لپاره تجهيزات ليږدول کيږي.
د علي په وينا دا به نا ممکنه وي چي د لسو څخه زياتي بحري پوځي اډي چي په کراچي کي پرتي دي بل ځاي ته انتقال شي. هغه زياته کړه:«د يو ځاي څخه بل ځاي ته انتقالول د تخنيکي لحاظه ډير پيچلي کار دي. دا د يو څو ورځو خبره نده. چارواکي د مهران پوځي اډي کوم بل ځاي ته تر انتقالولو وړاندي په ټولو لارو چارو غور کوي.»
په پاکستان کي د ورستيو نا امنيو سربيره، د دغه هيواد د سمندري ځواکونو وياند پر دي خبري ټينګار کوي چي په پيښور کي د نورو پوځي اډو امنيت د ډاد وړ او ټينګ دي.
د مهران پوځي اډه د کراچي د نړيوال هواي ډګر څخه په 10 کيلوميتري کي پرته ده. چي په 1975 کال کي جوړه شوي.
اژانسونه/ سيد رياض
کتونکي/ مسعود جهش