پاکستاني ځواکونو يو لوړ پوړی طالب قوماندان نيولی
۱۳۸۷ مرداد ۳, پنجشنبهد رويتر خبري آژانس، د پاکستان د امنيتي مامورينو او په افغانستان کي د نړيوالو ځواکونو له خولي ليکي چي، دوی د کوټي جنوب لويديځ ښار ته نږدې د شنبې په ورځ د افغاني طالبانو يو مخکښ قوماندان نيولی دی.
په افغانستان کي د سه شنبې په ماښام په خپاره سوي يوه خبر کي راغلي، په هلمند کي د طالبانو اپراتيفي قوماندان ملا رحيم ځان پاکستاني چارواکو ته تسليم کړی دی.
پخوا لويديځو مامورينو دا خيال درلودی چي د پاکستان امنيتي څانگي د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کي موجودو طالب مشرانو ته څه نه وايي، خو اوس يوه لويديځ ډيپلوماټ څرگنده کړې،چي په کوټه کي وروستۍ نيونه دا هيله راولاړوي، چي د پاکستان حکومت خپله لاره بدله کړې وي. په روانه اونۍ کي په اسلام آباد کي يوه بهرني مامور په ډاگه کړه: «موږ د بدلون نښي نښانې ليدلي ... هو بندي کول هم»
پاکستان تر اوسه پوري د دې خبر پخلی نه دی کړی، مگر يوه پاکستاني امنيتي مامور چي خپل هويت يې نه دی په ډاگه کړی، د دوشنبې په ورځ د رويتر خبري آژانس ته ويلي، چي تر شک لاندي نيول سوی کس په هلمند کي د طالبانو قوماندان دی او د اونۍ په پای کي نيول سوی دی.
دی زياتوي، دا کس د کوټي په خروټ آباد نومي سيمه کي پر يوه کور باندي د يرغل پر مهال ونيول سو. د استخباراتو يوه افسر ټکي په ټکي جوته کړې:« موږ درې ورځي د مخه د يوه رپوټ پر بنسټ چي ويلي يې و، د طالبانو څو تنه غټ کسان له يوې افغاني کورنۍ سره اوسيږي، حمله سرشته کړه.»
د افغانستان په جگړو کي لويديځو هيوادونو د ډيرو ځاني زيانونو په ليدلو سره پر پاکستان باندي دا زور اچولی، چي په خپله سيمه کي د طالبانو مخه ونيسي.
پر پاکستان باندي د فشارونو بوج او هم د هغه ځای په قبايلي سيمو کي د طالبانو پر هډو باندي د امريکا د هوايي توغونديو گوزارونه، په پاکستانيو رسنيو کي دا آوازې راپورته کړي، چي په افغانستان کي به موجود بهرني ځواکونه په يو اړخيز عمل لاس پوري کوي.
همدا شان د پاکستان پولي ته نږدې د ناټو ځواکونو کښته پورته کيدل دا بيره را ولاړه کړه، چي کيدای سي له سرحد څخه هاخوا د مهمو هدفونو د له منځه وړلو امر ورکړل سي.
پاکستان د دې ډول عملياتو سخت مخالف دی او وايي چي، دا کار د دوی پر ارضي تماميت باندي تيری دی او هم به په سرحدي پښتنو کي لانجه را ولاړه کي.
د انگلستان په اعلاميه کي راغلي، چي په پاکستان کي د رحيم، له نيولو څخه څو ساعته وروسته، انگريزي ځواکونو يو بل د طالبانو مخکښ کس وواژه. عبدالرازق چي په ملا شېخ سره مشهور و له درو نورو جنگيالو سره يو ځای د شنبې په شپه د هلمند ولايت د موسی کلا په اولسوالۍ کي د يوې راکټي حملې په ترځ کي ووژل سو.
طالبانو د رويتر آژانس ته نن د چهارشنبې په ورځ وويل چي، د هلمند د قوماندان په توگه د رحيم ځای د مخه ملا نعيم ته ورکړل سوی.
د افغانستان د دفاع وزارت خولا د تيرکال د ډسمبر په مياشت کي اعلان کړی و، چي د هلمند طالب والي ملا رحيم آخوند او د موسی کلا اولسوال ملا متين آخوند نيول سوي دی.
پاکستان د طالبانو پر ضد د عمل نه کولو ډير دليلونه لري، او وايي چي د افغانستان او يا ناټو لخوا داسي معلومات نه دي ورکړل سوي، چي دوی کوم عمل ته لاس واچوي، او هم د وسله والو مخکښ مشران د ملا محمد عمر په گډون په افغانستان کي اوسيږي. ځيني څېړونکي باور لري چي پاکستان د طالبانو د مشرانو له نيولو څخه ډار لري، او دا هغه څوک دي چي له 1990 م کال څخه تر 2001 ميلادي کاله پوري د پاکستان ملاتړ ورسره وو.
يو شمير پاکستاني، افغاني او امريکايي څېړونکي بيا وايي چي د پاکستان استخبارات ډبل رول لوبوي، او غواړي طالبان د مبادا ياني راتلونکي د پاره وساتي، که چير لويديځ وال بيرته له افغانستان څخه ووزي.
پاکستان په قبايلي سيمو کي له القاعدې سره اغيزمنه مبارزه کړې ده، خو د افغاني طالبانو سره د دوی چندان رضايت بخښونکی نه دی.
د فبرورۍ په مياشت کي يو طالب قوماندان ملا داد الله په بلوچستان کي ونيول سو. د تيرکال د مارچ په مياشت کي يې د طالبانو پخوانی د پوځ وزير ملا عبيدالله آخوند هم ونيوی