1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان پر قبایلي سیمو باندې بمبارۍ کړي دي

مسعود جهش (د رویترز خبري آژانس)۱۳۹۲ بهمن ۱, سه‌شنبه

پاکستاني جنګي جېټ الوتکو د سه شنبې په ورځ په قبایلي سیمو کي د شکمنو یاغیانو پر پټنځایونو باندي په بمبارۍ کي ۱۵ کسان وژلي دي. دغه خبره پوځي سرچینو او سیمه ییزو اوسیدونکو کړې ده.

https://p.dw.com/p/1AuEI
انځور: DW/A. G. Kakar

دا لومړی وار دی چې د پاکستان پوځ له ۲۰۰۷ کال راهیسې پر یاغیانو باندي هوایي بریدونه کړي دي. په دې کال کې له یاغیانو سره پر اوربند باندي موافقه شوې وه. په عین حال کې د «کرم» پر سیمه باندي هم هوایي بریدونه شوي دي.

یوه سیمه ییز اوسیدونکي حاجي جمال الدین په يوه تلیفوني اړیکه کي رویترز خبري آژانس ته وویل: «ایا تاسو د الوتکو غږونه اورﺉ؟ هغوی زموږ پر سر پرواز کوي. هر څوک په کلي کې له خپلو ماشومانو سره یوې خوا او بلي خوا ته تښتي چې د پټیدو له پاره یو ځای پیدا کړي.»

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف هم داووس ته خپل سفر لغو کړی دی. په پلان کي وه چې هغه به په «نړیوالي اقتصادي کنګره» کې ګدون وکړي. په دې سفر د هغه نه وتل ښايي د دې نښانه وي چي د پاکستان پر قبايلي سیمو باندي پوځي بريد تر سره کیدونکی دی. د دغه عملیات د ترسره کیدو په اړه هغه وخت شکونه رامنځ ته شول چې د یکشنبې په ورځ طالبانو د پوځ پر یوه قطار باندي برید وکړ او ۲۰ پوځیان یې ووژل.

امریکا متحده ایالاتو او یو شمیر پاکستاني چارواکو په وروستیو وختونو کې پر نواز شريف باندي فشارونه ډیر کړي دي چې د طالبانو پر ضد لا سخت پوځي اقدام وکړي. پاکستاني طالبان وایي چې غواړي د دغه هیواد مرکزي حکومت ړنګ کړي او اسلامي قانون پکښې نافذ کړي.

د تیر کال په نومبر میاشت کې د پاکستاني طالبانو مشر حکمت الله محصود، تر وژل کیدو وروسته دغه ډله نوره هم په غوسه کړې ده. د پاکستاني طالبانو نوي مشر ملا فیض الله، ویلی دي چې هغه به د پاکستان د مرکزي حکومت پرضد خپله مبارزه نوره هم پراخه کړي.

د پاکستاني طالبانو ویاند شاهدالله شاهد، د دغه هیواد د پوځ له خوا د هوایي بریدونو په اړه ویلي دي: «موږ دغه بزدلانه عمل په کلکه غندو چې هغوی [د پاکستان پوځ] د شپې د ترږمۍ په مرسته ترسره کړی دی او هغه کسان یې په نخښه کړي دي چې په خوب ویده ول.» هغه زیاته کړې ده: «که تاسو بېګناه کسان په خپلو کورونو کې په نخښه کوﺉ، نو موږ به هم په اسلام آباد کې تاسو په خپلو کورونو کې په نښه کړو.»

دا په داسې حال کې ده چې پوځي چارواکو ویلي دي چې جنګي جټ الوتکو په شمالي وزیرستان کې یوازي د یاغیانو اډې په نخښه کړي دي. په دې ځای کې ډیري یاغي ډلې فعالیت کوي چې یو شمیر یې له القاعدې سره هم تړاو لري. خو له بلي خوا سیمه ییز اوسیدونکي وايي چې د هوایي برید په پایله کې ډیر شمیر ملکي وګړي هم وژل شوي دي.

سیمه ییزو اوسیدونکي ويلي دي چې په میرعلي سیمه کې د جنګي الوتکو د بریدونه له کبله هغوی په ډیره يخه هوا کې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي، څو په بریدونه کي و نه وژل شي. چارواکو نه دي ویلي چې په دې برید کې څومره ملکي کسان وژل شوي دي خو سیمه ییزو مشرانو روښانه کړې ده چې دغو پېښو د ۱۵ او ۲۴ کسانو تر منځ ملکي وګړي وژلي دي.

د طالبانو یوه غړي بیا د وژل شویو ملکي وګړو شمیره ۲۷ ښوولی دی. له بلي خوا په اسلام آباد کې پوځي سرچینو ویلي دي چې د برید په پايلامه کې ۱۵یاغیان وژل شوي دي.

ماشومانو تر کور دباندي یوه شپه تیره کړه

په پیښور کې یوه لوړپوړي پوځي چارواکي رویترز خبري آژانس ته ویلي دي: «جټ الوتکو په بریالۍ توګه د هغو یاغیانو پټنځایونه په نخښه کړل چې په وروستیو وختونو کې زموږ پر ځواکونو او ملکي وګړو باندي په بریدونو کې ښکیل ول. په دې برید کې ۲۳ یاغیان وژل شوي او ډیر نور ټپیان شوي دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د حیدرخیلو د کلي یوه اوسیدونکي مصطفی خان، وویل چې په برید کې ډیر کورونه ویجاړ شوي دي: «موږ شپه له ماشومانو سره تر کور دباندي تیره کړه. او نور بیا له خپلو ماشومانو سره نزدې کلیو ته ولاړل چې ځانونه له دغو هوایي بریدونو څخه وساتي.»

یوه بل سیمه ییز اوسیدونکي نسیم الله وویل، تر هغه وروسته چې یو بم پر یوه مسجد باندي ولګید ۱۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ: «هغه کسان چې په مسجد کې ووژل شول، ټول سیمه ییز اوسیدونکي ول. موږ به د دې کار غچ واخلو.»

نواز شریف تیر کال د پاکستان واک ترلاسه کړ. هغه تر دې مخکي ویلي ول چې د یاغیانو پر وړاندي پوځي عملیات به د هغه وروستی انتخاب وي. شریف له یاغیانو سره د خبرو اترو پلوی وو خو ښايي دغه کار اوس شونی نه وي.

که څه هم شریف په وروستیو وختونو کې پر طالبانو باندي د خبرو اترو غږ کړی دی، بیا هم طالبانو پر پاکستاني پوځیانو باندي بریدونه کړي دي. یوه پوځي چارواکي ویلي دي چې پر شمالي وزیرستان باندي برید د یاغیانو له خوا پر پاکستاني ځواکونو تر برید وروسته پلان شوی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب