1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستاني پوليسو د لشکر جنگوي مشر وژلی

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ مرداد ۷, چهارشنبه

پاکستاني چارواکي وايي چي په دغه هيواد کي د شيعه گانو ضد افراطي ډلي مشر د چهارشنبې په ورځ سهار له پوليسو سره په فيرونو کي وژل سوی دئ. په پېښه کي د هغه دوه زامن او نور جنگيالي هم وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/1G6hi
Malik Ishaq
انځور: picture-alliance/epa/R. Dar

د پاکستان د پنجاب ايالت د کورنيو چارو وزير شجاع خانزاده، رسنيو ته ويلي دي چي له القاعدې سره پيوند لشکر جنگوي ډلي مشر مالک اسحاق په دغه ايالت کي هغه مهال ووژل سو چي جنگياليو ئې له پوليسو څخه د هغه د خلاصون تلاښ وکړ.

د اسحاق جنگيالیو هغه مهال پر پوليسو باندي يرغل کړی چي هغه ئې زندان ته لېږداوه. د پنجاب ايالت د وزير خانزاده په خبره په دغه پېښه کي د اسحاق دوه زامن او ۱۶ نور جنگيالي هم وژل سوي دي. هغه ويلي دي چي څلور تنه پوليس هم ټپيان سوي دي.

لشکر جنگوي په ۱۹۹۰م لسيزه کي په پاکستان کي په چاودنو او يرغلونو کي د زرونو انسانانو د مرگ ژوبلي مسئوله گڼل کيږي.

د لشکر جنگوي ډلي مشر مالک اسحاق د امريکا متحدو اياتو په هغه تور ليست کي دی چي د نړۍ تورريستان پکښې ثبت سوي دي.

دوی وايي اسحاق هم له القاعدې سره پيوند ډلي مشر دی چي په سوونو جنگيالي ئې په پاکستان او افغانستان کي جنگيږي.

اسحاق که څه هم له ۱۹۹۹م کال راهيسي په زندان کي وو خو له هغه ځايه ئې خپله ډله رهبري کوله.