1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستاني منع کړل شوې ډلې په نویو نومونو فعالیت کوي

عبدالستار- اسلام آباد۱۳۹۵ خرداد ۲۰, پنجشنبه

د روژې میاشتې له پیلیدو سره، په پاکستان کې ځینو هغو تنظیمونو بیا فعالیت پېل کړی چې د پرویز مشرف د واکمنۍ پر مهال پرې بندیز لگیدلی وو. ځیني منع کړل شوي تنظیمونه د زکات او سرسایه راټولو له پاره چمتووالی نیسي.

https://p.dw.com/p/1J3YB
Hafiz Mohammad Saeed
انځور: AP

د پاکستان د پوځي واکمن پرویز مشرف، د واکمنۍ پر مهال ځینې منع کړل شوي تنظیمونه تر نن ورځې خپل نومونه بدلوي او فعالیت کوي. پخوا وخت کې په دغه منع کړی شوي تنظیمونو کې د لشکر طیبه، سپاه صحابه پاکستان، تحریک نفاذ فقه جعفریه، سپاه محمد پاکستان او جیش محمد نومونه د یادولو وړ دي. له دغې ډلې څخه یې یو شمیر اوس خپل نومونه بدلوي او فعالیت کوي.

د پاکستان د پولیسو او د کورنیو چارو وزارت د سرچینو په وینا له بندیزونو وروسته سپاه صحابه پاکستان، تحریک نفاذ فقه جعفریه او جیش محمد خپل نومونه بدل کړل او په فعالیت یې پیل وکړ، خو په وینا یې د مشرف حکومت د هغوی پر فعالیتونو تنظیمونو باندې بندیز ولگاوه.

خو اوس هم سپاه صحابه پاکستان، خپل نوی نوم اهل السنت والجماعت ایښي دی، د تحریک نفاذ فقه جعفریه مشران د مجلس وحدت المسلمین نومي تنظیم کې شامل شوي دي، لشکر طیبه د جماعت الدعوة، په نوم کار کوي او جیش محمد د الرحمن ټرسټ، په نوم فعالیت کوي.

دغو سرچینو دا ادعا هم کړې ده چې جماعت الدعوة، په تیرو څو کلونو کې د اسلام آباد د «جي اېلیون» او «آی اېټ» په نوم ناحیو کې غونډه کړې او پخوانی تندلاری تنظیم سپاه صحابه پاکستان بیا د اسلام په آبپاره کې فعاله دی. د سرچینې په وینا دغه تنظیمونه په راولپنډۍ کې هم حضور لري.

اوس د دغو تنظیمو ډیر شمیر د دفاع پاکستان کونسل، غړي دي چې په لومړي سر کې پر افغانستان باندې د امریکا د یرغل د مخالفت له پاره جوړ شوی وو. حافظ سعید چې هند پرې د ممبي په بریدونو کې د لاس لرلو تور لگوي، د پاکستان په بیلا بیلو سیمو کې د خپل گوند په فعالیتونو کې بوخت دی.

Flash-Galerie Jamaat-ud-Dawa Gebet Osama Bin Laden
پاکستان تر دې مخکې یو شمیر ډلې او ګوندونه منع کړي ووانځور: picture-alliance/dpa

په دې اړه د دویچه ویله له ځای خبریال سره د جماعت الدعوة، مرستیال سیکرتر احمد ندیم په خبرو کې ویلي دي: «لشکر طیبه یو کشمیری تنظیم دی، چې له جماعت الدعوة سره هیڅ اړیکه نه لري. موږ د کورنیو چارو وزارت د څار په لېست کې یو، خو د حکومت له لوري راباندې بندیز نه دی لگول شوی. له دې کبله موږ د خپل فعالیت د جاري ساتلو پوره حق لرو.»

هغه په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې د لاهور لوړې محکمې هم دوی ته له ټولو تورونو څخه برائت ورکړی دی. د هغه په خبره د جون میاشتې په پنځمه نېټه حافظ سعید په اسلام آباد کې یوې سترې غونډې ته وینا وکړه چې په بلوچستان کې د بې پیلوټه الوتکې د برید پر ضد جوړه شوې وه.

به اسلام آباد کې د اهل سنت والجماعت ویاند حافظ عنیب فاروقي، د دویچه ویله له ځایي خبریال سره په خبرو کې ویلي دي: «موږ راجستر نه یو، نو څه ډول بندیز؟ موږ خو یو مسلکي تنظیم چلوو. عجیبه خبره ده کله پر موږ بندیز لگول کیږي او کله نون لیگ او پاکستان پیپلز گوند، له موږ څخه په ټاکنو کې د ملاتړ غوښتنه کوي.» د هغه په خبره د پنجاب په ایالتي شورا کې د نون لیگ او د نورو گوندونو ډیر شمیر نوماندان د دوی د ملاتړ له کبله بریالي شوي دي.

سوداگر عبدالکریم، چې د بهاولپور د سیمې دی کومه چې د جیش محمد مرکز گڼل کیږي دویچه ویله ته ویلي دي: «په ښار کې د جماعت الدعوة سره تړلي شا او خوا سل مسجدونه کار کوي. پر دې سربیره د جیش محمد مسجد چې د کچي په نوم یادیږي په هغه کې هم فعالیتونه تر سترگو کیږي. د روژې تر شلمې وروسته به دوی په ښار کې پلاکاتونه وځړوي، چې پکښې به غوښتنه شوي وي چې زکات او سرسایه دې دوی ته ورکړل شي.»

د یوې پوښتنې په ځواب کې عبدالکریم وویل چې «لومړی به دوی د کشمیر او افغانستان په نوم مرستې راټولولې. خو اوس د سند او بلوچستان د قحطي او نورو طبیعي آفاتو په نوم پیسې غواړي. یوازې په څو کلونو کې د جیش محمد خام مسجد څلور پوړیز شوی دی او په ملتان کې هم د دوی مرکز ډیر ستر دی.»

همداشان منع کړل شوی تنظیم حرکت الانصار، اوس د انصارالامه په نوم فعالیت کوي.

پر دغه موضوع د اردو، په نوم پوهنتون د ابلاغ د څانگې پخواني مشر ډاکټر توصیف احمد په خپلو څرگندونو کې وویل چې ښایي حکومت د دې مخه ونه شي نیولای. هغه له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې «د دولت ځینې عناصر د دغو جهادي او مذهبي تنظیمو سره خواخوږي لري او نه غواړي چې پر ضد یې کوم گام واخیستل شي.»