1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستاني مسیحي نجلۍ په ضمانت ازاده شوه

۱۳۹۱ شهریور ۱۸, شنبه

ریمشا نومې مسیحي کوچنۍ او له رواني لحاظه معیوبه نجلۍ د جمعې په ورځ له زندان څخه په ضمانت ازاده شوه.

https://p.dw.com/p/165Mx
انځور: Getty Images

پر ریمشا نومې مسیحي نجلۍ باندې تور لګیدلی وو چې ګواکې د قران شريف پاڼو ته ئې اور ورته کړی دئ. خو د هغې په دوسیه کې هغه وخت بدلون رامنځ ته شو چی یو ملا امام په دې تور ونیول شو چې نوموړې نجلۍ باندی ئې «دین ته د سپکاوي» تر نامه لاندې ناحقه تور لګولی دئ. پر ملا باندې شک شوی دئ چې د قران شریف سوځول شوې پاڼې ئې د نوموړې مسیحی نجلۍ په جیب کې اچولي دي ترڅو له دغې سیمې څخه مسیحي لږکۍ وشړي.

د پاکستان مسحي لږکۍ د دې پېښې له کبله په غوصه شوې ده او اوس نه یوازې د ریمشا له پاره د ازادی غوښتنه کوي بلکې «دین ته د سپکاوي د قانون» د لغوه کیدو غوښتنه هم کوي.

ریمشا د ۱۱ تر ۱۴ کلونو پورې عمر لري او ډاکتران وایي چې هغه له رواني لحاظه معیوبه او عقل ئې د یوې ماشومې په اندازه ده. د کراچۍ یوه مسیحی وگړي اسقف ارشد خوخار وایی: « د ریمشا رنځ زموږ د ټولو رنځ دئ.»

نوموړی زیاتوي: «دغه نجلۍ پرته له کوم څرګند ثبوت څخه زندان ته اچول شوې ده. موږ غواړو چې دین ته د سپکاوي قانون لغوه شي. ځکه چې له دې قانون څخه ناوړه گټه پورته کیږي. ریمشا باید ژر تر ژره آزاده شي.»

خو دا کار تر اوسه پوری نه دئ شوی. سمدلاسه دوه نقدي ضمانتونه ایښودل شوي دي چې هر یو ئې تر ۴۲۰۰ ایرو پورې رسیږي ترڅو هغه له زندان څخه ووځي. دا بلکل یو استثنایي حالت دئ، ځکه د پاکستان په اسلامی جمهوریت کې «دین ته د سپکاوي» قانون یو سخت جنایي جرم دئ. د جزا په قانون کې د هغه له پاره ضمانت نه شته. خو په عین وخت کې محکمې امر صادر کړی دئ چې ریمشا باید تر ساتنې لاندې وي ترڅو څوک ورته تاوان ونه رسوي.

د دغې نجلۍ قضیه هغه اندیښنې نورې هم روښانه کوي چې د پاکستان «دین ته د سپکاوی» قانون تر کومې کچې حساس دئ او په ډیرې آسانی سره ورڅخه ناوړه استفاده کیدای شئ.

نوموړې مسیحي نجلۍ له بندې کیدو څخه مخکې له خپلې کورنۍ سره د اسلام آباد په هغې سیمې کې ژوند کاوه چې د مختلفو ادیانو خلک په کې میشت دي.

د تیرې یکشنبې په ورځ پولیسو په دغې سیمې کې یو ملا امام په دې شک ونیو چې نوموړې نجلۍ ته یې د قران سوځول شوې پاڼې په جیب کې ورتخته کړې وې. له دغې پیښې څخه وروسته د سیمې د مسلمانو د شورا یو دیني عالم او مشر طاهر محمود اشرفي، د مسحیي نجلۍ ریمشا د ملاتړ غږ پورته کړ: «ریمشا د دې هیواد یوه لور ده. هغه د پاکستان لور ده. که چیرې حکومت دغه نجلۍ له آزادۍ څخه وروسته ونه ساتي موږ به له هغې څخه ساتنه وکړو.»

دا چی محکمه به څه وخت د ریمشا په قضیه کې خپله ورستۍ پریکړه وکړي تر اوسه پورې معلومه نه ده، خو هغه څه چې معلوم دي دا ده چې د پاکستان «دین ته د سپکاوي قانون» تر پوښتنې لاندې راغلی دئ.

دویچه ویله/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش