1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستاني طالبان: مراح موږ روزلی وو

۱۳۹۱ فروردین ۶, یکشنبه

د پاکستاني طالبانو د یوې ډلي ویاند د یکشنبې په ورځ ویلي دي چې فرانسوی شکمن قاتل د افغانستان پولي ته څیرمه په یوه کمپ کې د دوی له خوا روزل شوی وو. الجزايری مراح د فرانسې د تولوز په ښار کي ووژل سو.

https://p.dw.com/p/14RqY
انځور: picture alliance/dpa

یو تن چې ځان ئې د احمد مروت، په نوم د «تحریک طالبان پاکستان» د جندوله دلي ویاند ښوولی دئ ویلي دي: «محمد مراح د تحریک طالبان پاکستان له خوا په شمالي وزیرستان کي روزل شوی وو.»

هغه په خپلو خبرو کي زیاته کړې ده چې دوی د فرانسې د بریدونو په اړه کوم معلومات نه لري او دا په دوی پوري تړاو نه لري.

مراح د پنجشنبې په ورځ د فرانسې د تولوز په ښار کي تر ۳۲ ساعته کلابندۍ وروسته ووژل شو. هغه په دوو جلا جلا پیښو کې د د رو تنو فرانسوي سرتیرو په گډون ۷ تنه وژلي ول.

د فرانسې استخباراتي ادارې مشر ویلي دي چې داسي شواهد نشته چې مراح دي له کومي تندلاري اسلامي ډلي سره اړیکي درلودلي وي.

اوس پر دې باندي څېړني رواني دي چي آيا مراح دغه عمل یوازي تر سره کړی وو او که يا يو بل چا هم له هغه سره مرسته کړې وه.

د پاکستاني طالبانو دوو تنو قوماندانانو د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې اوس هم تر۸۰ تنو ډیر فرانسوي اتباع په شمالي وزیرستان کې موجود دي.

ويل کيږي چي د پاکستان په قبائيلي سيمه کي نه يوازي بهرني جنگيالي روزل کيږي، بلکي هلته پخپله ځايي ځوانان هم ددې له پاره روزل کيږي چي په پاکستان او افغانستان کي وجنگيږي.

د پاکستان پوځ څو واري په قبائيلي سیمو کې پوځي عملیات کړي دي خو کومه گټه ئې نه ده کړې.

د پاکستان استخباراتي چارواکو د یکشنبې په ورځ ویلي دي چې تیره ورځ د جنوبي وزیرستان د وانا په سیمه کې هم په یوه نښته کې ۱۵تنه اورپکي او څلور تنه پاکستاني سرتيري وژل شوي دي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل