1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستاني طالبانو د اوربند له پاره شرطونه وړاندي کړل

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۱ دی ۷, پنجشنبه

د پاکستان د تحريک طالبان ډلي مشر ويلي دي، چي دوی د پاکستان له حکومت سره د اوربند له پاره شرطونه وړاندي کړي دي، چي پکښې د اسلامي قانون پلي کول او له امريکا سره د اړيکو شلول شامل دي.

https://p.dw.com/p/179eN
انځور: AP

پاکستاني طالبانو د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د دسمبر ۲۷) پاکستانۍ ورځپاڼي «دي نيوز» ته يو ليک لېږلی دی، چي پکښې راغلي دي پاکستان دي په افغانستان کي د افغان حکومت پروړاندي د وسله والو ډلو په جنگ کي له دخالت څخه لاس واخلي او ويلي ئې دي، چي دغه هيواد دي خپله پاملرنه له هندوستان سره «غچ اخيستونکي» جنگ ته واړوي.

دغه غوښتنه د كالعدم تحريک طالبان پنجاب مشر عصمت الله معاويه، له خوا په داسي حال کي کيږي چي ناټو ځواکونه تلاښ کوي تر ۲۰۱۴ کاله پوري په افغانستان کي د سولي او ملي پخلايني پروسه کاميابه کړي.

داسي ويل کيږي، چي د پاکستاني طالبانو په مشرتابه کي اختلافات پيدا سوي دي. د پاکستان پوځي چارواکو تيره اوونۍ رويترز خبري آژانس ته ويلي ول، چي د پاکستاني طالبانو مشر حکيم الله مسود دې ليوالتيا ښودلې ده، چي د عملياتو مشري خپل استازي ولي الرحمان نومي ته وسپاري. ويل کيږي، چي هغه له پاکستاني حکومت سره د روغي جوړي په اړه مثبت نظر لري. طالبانو دغه ادعا رد کړې ده، چي مسود له مشرۍ څخه ليري سوی دئ.

د پاکستان یوه لوړپوړي چارواکي د سولي له پاره د طالبانو دغه شرطونه «بې معنی» وبلل او وئې ويل: «دوی جنايتکاران دي. دوی افغاني طالبان نه دي او د خبرو اترو قصد نه لري.»

هغه زياته کړه: «موږ نه سو کولای چي دغه ډول وړانديزونه جدي ونيسو، تحريک طالبان يوه ډله نه ده او هيڅ حکومت نسي کولای له هغوی سره اطميناني خبري اتري وکړي».

د پاکستاني طالبانو يوه وياند احسان الله احسان له رويترز خبري آژانس سره په خبرو کي د اوربند شرطونه تاييد کړل او وئې ويل چي پاکستان بايد خپل قانون له اسلامي قوانينو سره سم کړي. هغه وويل: «که د پاکستان حکومت زموږ غوښتني ومني موږ له هغوی سره اوربند ته تيار يو. موږ غواړو چي اسلامي نظام حاکم سي، دوی دي خپل خارجي سياست مشخص کړي او د امريکا غوښتني دي نه مني.»

په پاکستان کي وسله وال جنگیالي د پاکستان ملي اردو د امريکا «مزدور» بللی او ويلي ئې دي چي د دغه هيواد پر دوو عمده سياسي گوندونو چي د هغوی په خبره د امريکا د گټو په خدمت کي دي خپلو يرغلونو ته دوام ورکړي.

احسان الله احسان په تليفوني خبرو کي زياته کړې ده: «د پاکستان حکومت په افغانستان کي د امريکا په جنگ کي خپل ځان ښکېل کړی دی او دغه جگړه ئې پاکستان ته راوستې ده، چي دا د هغوی ستره اشتباه ده.»

ناتو په پلان کي لري، چي په راتلونکي کال کي د افغانستان د ډيري برخي امنيتي مسئوليت افغان امنيتي ځواک ته وسپاري، ځکه نو اوس تلاښ کيږي، چي له وسله والو طالبانو سره ژر يوه جوړجياړي ته ورسيږي. خو په افغانستان او پاکستان کي طالبان يوه ډله نه ده او د هغوی مشران د ستراتيژۍ په اړه د نظر اختلاف لري.