پاړه چنار کې د چاودنو د قربانیانو شمیر ۵۱ تنو ته لوړ شو
۱۳۹۲ مرداد ۵, شنبهد کرمې ایجنسۍ په عمومي ښار پاړه چنار کې دغه بریدونه د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د جولای ۲۶مه) د روژه ماتې لږ څه مخکې رامنځ ته شوي وو. دغه سیمه د افغانستان پولې ته څیرمه پرته ده.
د کرم ایجنسۍ یوه جګپوړي دولتي چارواکي ریاض محسود، د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «د ځانمرګي بریدونو په ترڅ کې د وژل شوو کسانو شمیر۵۱ تنو ته لوړ شوی دی.» تر دې دمخه چارواکو د ۴۱ تنو د وژل کیدو رپوټ ورکړی وو. د محسود د وینا له مخې په دغه برید کې تر ۱۵۰ زیات کسان ټپیان شوي هم دي.
د محسود د وینا له مخې دوی، اوس هم د ټپي شوو کسانو په اړه د معلوماتو په راټولو بوخت دي، ځکه چې په وینا یې ډیری ټپیان د کوهاټ روغتون ته هم انتقال شوي دي.
د ځایي روغتون مشر، صابر حسین هم د وژل شوو کسانو نوی شمیر تایید کړ. د پاړه چنار د چارواکو د وینا له مخې دواړه ځانمرګي بریدونه د عامو خلکو په منځ کې تر سره شوي دي.
تر دې د مخه د جمعې په ورځ محسود د فرانسې خبري آژانس ته ویلي وو: «موږ د ځانمرګي برید کوونکو په شمول د ډیرو خلکو د بدن اعضا موندلي دي.»
د چارواکو د وینا له مخې دغه بریدونه چې په کوم ځای کې تر سره شوي دي، زیاتره برخه یې شیعه ګان جوړوي. د هغوی د وینا له مخې د قربانیانو هویت تراوسه پورې پوره څرګند شوی نه دی.
لا تر اوسه د دغه بمي برید پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې، خو په پاکستان کې د شیعه مذهبو پر وړاندې د سني افراطیانو بریدونه مخ پر زیاتیدو دي. شیعه ګان د پاکستان د ۱۸۰ میلیونه نفوس کابو شل سلنه جوړوي.