پاپ پر ترهگرۍ او زورزياتي باندي نيوکه وکړه
۱۳۹۳ دی ۴, پنجشنبه
د مسيحيانو د ډيرو مذاهبو له مخي د دسمبر پر ۲۵مه نېټه د کريسمس اختر لمانځل کيږي. د عيسويانو د عقېدې له مخي حضرت عيسی په دغه ورځ ږېږېدلی دی او هغوی هر کال دغه اختر لمانځي.
د کاتوليکي مذهب روحاني مشر پاپ په واتيکان کي د کريسمس په شپه د ځانګړو عباداتو مشري کوي او د کريسمس د شپې خپله وينا اوروي. پاپ فرانڅيسکوس د کريسمس په خپله ځانګړې وينا کي په نړۍ کي د انسانانو تر منځ د زياتي ميني او محبت غوښتنه وکړه.
د کاتوليکي مسيحيانو روحاني مشر په خپله وينا کي د ستونزو د هوارۍ له پاره د ميني او محبت او عاطفې د استعمال غوښتنه وکړه.
پاپ فرانڅيسکوس چي په خټه د ارجنټاين دی وويل چي د حضرت عيسی ښووني په تاريکه کي د مسيحيانو له پاره د يو مشعل معنا لري. هغه پر انسانانو ږغ وکړ چي له زغم او صبر څخه کار واخلي. د هغه په وينا هغه څوک چي زغم او صبر لري، برياليتوبونه به يې مل وي.
په دغو لمانځونو کي ډيرو کوچنيانو هم ګډون لاره، چي د نړۍ له بېلو بېلو هيوادونو څخه د پېتر و کليسا ته د خپلو ميندو او پلرونو سره راغلي ول.
پاپ د کريسمس د شپې د عبادت تر پېلولو دمخه له هغو کسانو سره تليفون خبري وکړې چي د پناه غوښتونکو په کمپونو کي له هغوی سره مرستي کوي. دغه کمپونه د عراق په شمال ايربيل کي جوړ سوي دي چي پکښي ډېر هغه عيسويان ژوند کوي چي د «اسلامي دولت» ډلي له خوا د هدف گرځېدلو څخه تښتېدلي دي.
پاپ له دغو پناه غوښتونکو سره تليفوني خبري وکړې او ويې ويل چي دغه پناه غوښتونکي د ده په زړه کي ډېر ځای لري.
پاپ فرانڅيسکوس د پنجشنبې په ورځ چي د کريسمس لومړۍ ورځ ده، د غرمې پر وخت د کريسمس د ورځي وينا واوروله. هغه د «اوربي اېت اوربي» په نوم د واټیکان ښار او ټولي نړۍ ته ځانګړې دعا هم وکړه.
دغه لمانځنه د کاتوليکانو له پاره تر ټولو مهمه ده. د فرانڅيسکوس د کريسمس د لومړۍ ورځي وينا د نړۍ په ډيرو هيوادونو کي په تلويزيونونو او انټرنټي پاڼو کي په ژوندۍ توګه خپره سوه.