1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاپ نن له خپلي چوکۍ ليري کيږي

مسعود جهش (روبينا)۱۳۹۱ اسفند ۱۰, پنجشنبه

نور څه پاته نه دي او حتی هرڅه ډير په دقت سره پلان سوي دي: د اروپا په وخت د ماښام پر ۸ بجې د پاپ دنده رسماً پای ته رسيږي. ۸۵ کلن پاپ غواړي چي د خپل کار وروستي ساعتونه آرام تير کړي.

https://p.dw.com/p/17ne9
Pope Benedict XVI greets the crowd during last general audience in St Peter's Square at the Vatican February 27, 2013. Pope Benedict bid an emotional farewell at his last general audience on Wednesday, acknowledging the "rough seas" that marked his papacy "when it seemed that the Lord was sleeping." REUTERS/Alessandro Bianchi (VATICAN - Tags: RELIGION)
Papst Benedikts letzter großer Auftrittانځور: Reuters

د فلیپین کاتولیکانو ته د پاپ بنیدیکت شپاړسم د استعفا خبر سخت حیرانوونکی وو. دغه هیواد چې ۷۵.۵ میلیونه نفوس لري په جنوب ختيځي اسیا کې تر ټولو لوی عیسوي هیواد دی او اکثریت اوسیدونکي یې کاتولیکان دي.

تر برازیل او مکسیکو وروسته په فیلیپین کې تر بل هر هیواد ډیر کاتولیکان ژوند کوي.

په مانیلا کې د کاتولیکانو مشر لویوس انتونیو تاګل، تر هغه وروسته چې پاپ د خپلې استعفأ اعلان وکړ وویل: «دغه خبر موږ ډیر خواشینې کړو. موږ د هغو ماشومانو په څیر احساس لاره چې پلار یې ورڅخه لیرې کیږي.»

فلیپین او ختیځ تیمور په اسیا کې استثنایي هیوادونه دي، ځکه په دغو هیوادونو کې د عیسویانو نفوس د نورو دینونو د پیروانو په پرتله زیات دی. په ډیر شمیر اسیایي هیوادونو کې عیسویان په اقلیتونو کې راځي. ډیرو اسیایانو د پاپ بنیدیکت شپاړسم نوم اوریدلی دی، خو نه پوهیږې چې د هغه موقف او دنده څه ده.

پاپ بنیدیکت شپاړسم هيڅکله هم اسیا ته سفر نه دی کړی. خو په ۲۰۱۲ کال کې اسیا د واتیکان د کلیسا په لومړیتوبونو کې وه. د ۲۰۱۲ کال په نوي کال کې پاپ بنیدیکت د تمي پر خلاف د چین د کمونيست ګوند نوي مشر ته خپل سلامونه واستول.

د ۲۰۱۳ کال په لومړیو کې بیا پاب د ویتنام له لوړپوړو چارواکو سره هم ولیدل. پاپ بنیدیک ۱۶ د اسیا په کمونیستي هیوادونو کې د دیني مراسمو د ترسرو کولو پر آزادۍ باندې ټینګار کاوه. د پاپ بنیدیک په نظر د دین آزادي د عدالت پر بنسټ ولاړي ټولني یوه مهمه برخه ده.

په اسیا کې ټولنیز او سیاسي عدالت ډیر اهمیت لري. په دې قاره کې ډیر وخت کلیساوې د بې وزلو له حقوقو څخه د دفاع کولو او همداراز د هغو کسانو د ساتنې له پاره چې له ټولني څخه لیري شړل شوي وي، خپل غږ پورته کوي.

د بېلګې په توګه په هندوستان کې کلیسا د «دالیتس» ډلې له غړو څخه ساتنه کوي چې له ټولني څخه لیري شړل شوې دي.

له همدې کبله اسیايي عیسویان د داسې یوه پاپ غوښتونکي دي چې بې عدالتي، مخ پر ډیریدونکي فقر، نژادپالني او تبعیض او داسې نورو ټولنیزو ستونزو پر وړاندي غږ پورته کړي او د هغوی په له منځه وړلو کې فعاله ونډه واخلي.

یوه بله موضوع چې په اسیا کې یې غوښتنه کیږي، د دینونو تر منځ خبري اترې دي. دغه غوښتنه په خاصه توګه په هغو اسیاسي هیوادونو کې مطرح ده چې عیسویان پکې په اقلیت کې دي. د اندونیزیا په کاتولیکې کلیسا کې روحاني اګناتیوس سندیاوان سوماردي، وايي چې کاتولیکي کلیسا تر اوسه پوري په دې برخه کې یو څه چوپتیا اختیار کړې ده.

دغه روحاني د شکایت په توګه زیاتوي چې اوسني پاپ خپل ډیر وخت تشریفاتي کارونو او «د مسحیت ابهامي موضوعګانو» ته وقف کړی وو.

د دې خبري ډیر امکان موجود دی چې د کاتولیکې کلیسا راتلونکی مشر به له یوه اسیایي هیواد څخه وي. فلیپین په دې اند دی چې په مانیلا کې د کاتولیکانو مشر لویوس انتونیو تاګل، د دغې دندې له پاره یو ډیر ښه نوماند دی.

هغه اوس هم له واتیکان سره نزدې اړیکې لري او تل یې پاپ ته مشورې ورکړې دي. خو دا یوازي اسیا نه ده چې غواړي راتلونکی پاپ له خپل یوه هیواد څخه وټاکي، افریقا او لاتینه امریکا هم ورته هیلي لري او کیدای شي چې د واتیکان د مشرۍ له پاره یې نوماندان په پام کې نیولي وي.