1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاپ فرانسس: موږ له ځان وژونکي لیونتوب سره لاس او ګریوان يوو

۱۳۹۵ دی ۲۰, دوشنبه

پاپ فرانسس د دوشنبې په ورځ د نړۍ په بیلا بیلو برخو کې په اصطیلاح «جهادي بریدونه» وغوندل، او هغه یې «ځان وژونکی لیونتوب» وګاڼه. هغه له مذهبي مشرانو غوښتي چې دا خبره په ډاګه کي «هيڅکله د خدای پر نوم څوک نه شي وژل کیدای».

https://p.dw.com/p/2VWfj
Papst Franziskus Vatikan
انځور: picture-alliance/dpa/A.Medichini

د نړۍ د کاتولیکانو مشر همداراز د هیوادونو پر مشرانو باندي غږ وکړی چې د نادارۍ پر وړاندي مبارزه وکړي. د دغه مذهبي مشر په خبره همدا ناداري د دې لامل کیږي چې بنسټ بالنه پیاوړې شي.

پاپ فرانسس، په خپله وینا کې له دې کبله چې اوس هم «د ردولو، انزوا ته استولو او تاوتریخوالي» له پاره د یوه دلیل په توګه کارول کیږي اشاره وکړه.

هغه په ۲۰۱۶م کال کې د «بنسټ پالنې له کبله رامنځ ته شوې ترهګرۍ» ته اشاره وکړه چې په افغانستان، بنګله دیش، بلجيم، بورکیني فاسو، مصر، فرانسې، آلمان، عراق، اردن، ناجیریا، پاکستان، تونس، ترکیې او امریکا متحدو ایالاتو کې یې د انسانانو ژوند واخیست.

پاپ وویل: «دا هغه ناوړه اقدامات دي چې د نایجریا په څیر هیوادونو کې له ماشومانو څخه د وژنې په موخه کار اخلي او یا دا چې د قاهرې د کاتولیکانو پر کلیسا د عبادت پر مهال برید کوي، او یا هم لکه په بروکسل کې کارګر او یا هم مسافر وژني، یا دا چې د برلین یا نیس په څیر ځای کې لارویان او یا هغه کسان چې نوی کال لمانځي وژني، لکه په استانبول کې.»

دغه مذهبي مشر پر مذهبي مشرانو باند غږ وکړي چې له هغه سره یوځای شي او خلکو ته دا پیغام ورسوي چې هیڅوک نه شي کولای یو انسان د خدای په نامه ووژني.

هغه وویل: «موږ له ځان وژونکي لیونتوب سره لاس او ګریوان یو چې د خدای له نوم څخه ناوړه ګټه اخلي چې د واک او کنترول د ترلاسه کولو له پاره مرګ وویشي.»